د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار غوښتل فتح الله ګولن وتښتوي

د امریکا ولسمشر د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل فلین غوښتل چې د ترکیې حکومت مخالف سیاستوال فتح الله ګولن وتښتوي.
د سي آی اې د پخواني مشر له خولې چې نوموړي غوښتل ګولن ترکیې ته وسپاري او د دې کار لپاره یې څو ځله له ترکیې سره خبرې کړې وې.
فلین په دې کار سره امریکایي چارواکي حیران کړي دي خو له دې امله بریالی نشو چې د سي آی آې له خوا یې تلیفوني مکالمې واوریدل شوې.
فتح الله ګولن د رجب طیب اردوغان حکومت په ترکیه کې د ده پر حکومت په کودتا تورن دی.