امریکا پر دیرشو کمپنیو او اشخاصو نوي بندیزونه لګولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دیرشو بنسټونو او وګړو په دې تور چې له ایران، سوریې او شمالي کوریا سره اړیکې لري بندیزونه لګولي دي.
پر نوموړو بنسټونو تور دی چې له یادو هیوادونو سره تسلیحاتي اړیکې لري.
په راپور کې راغلي دي چې د نوموړ بنسټونو او یا هم اشخاصو له ډلې یې ځینې په یمن کې حوثیانو ته ایرانۍ وسلي لیږدوي.
په دغو کسانو کې چینایي او د عربي متحده اماراتو تبعه هم شته.