عراق کې مسیحیت ته د پای ټکی کیښودل شو

د بغداد کلیسا پخواني انګلیسي کشیش اعلان وکړ چې نور په عراق کې کوم مسیحي اوسیدونکی نشته.
انډرو وایټ ویلي چې وخت یې رارسیدلی تر څو د عراق په خاوره کې د مسیحیت تاریخ ته د پای ټکی کیښودل شي او په زیات ګومان په عراق کې اوسمهال کوم مسیحي اوسیدونکی نشته.
مسیحیان وروسته له هغې له عراقه په وتلو شول چې د دغه هیواد ځینې برخې داعش ډلې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، هغوی نه غواړي چې بېرته عراق ته ستانه شي.
د بغداد کلیسا کشیش په ۲۰۱۴ کال کې عراق ترک کړ او اوسمهال یې څو ځله له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه وکړه چې په منځني ختیځ کې د مسیحیانو مرستې ته ورودانګي.