
سعودي عربستان د افغانانو د ذهنیت او ژبې د بدلون په خاطر هلي ځلي کوي .
سعودی عربستان د افغانستان په یوه ولایت کی لوی سیمیزې دیني پوهنتون جوړوی. په دغه پوهنتون کې به په عربی ژبه تدریس شي. ویل کیږی چی د دغه پوهنتون د جوړولو موخه دا د افغانستان د ذهن او ژبی د بدلون په خاطر د سعودي عربستان هڅه ده.
په افغانستان کې د عربستان د حضور سابقه یوازې په دې وروستیو کلونو کی نه دي. ویل کیږي چې د دوی د دغه حضور سابقه څلور لسیزې ته رسیږي. خو په افغانستان کې د عربستان د فعالیتونو چل اوس تغیر کړي دي او دغه موضوع د دغه هیواد خلک یې اندېښمن کړی دي.
سعودي عربستان چی په تیرو کلونو کی خپل د فکری تسلط پراخوالی پر اسلامی هیوادونو باندی د مختلفو مدرسو په جوړولو کی ټینګول، دا ځل غواړي چی د افغانستان په ننګرهار ولایت کې دینی پوهنتون تاسیس کړي.
ویل کیږي چې دغه پوهنتون، چی په سیمه کې تر ټولو ستره د دیني علومو پوهنتون دی ،دومره ظرفیت لري چی له نورو هیوادونو څخه هم محصلین ومني. عربستان ددغه پوهنتون پر جوړولو کې 500 میلیونه ډالره لګولی.
په داسې ابعادو کی، د دا ډول پوهنتون جوړول نوری اندېښنې هم رامنځته کوي: « ژبه» ، په نوموړي پوهنتون کې به په عربی وي. دې په داسی حال کې ده چی د افغانستان په ټول پوهنتونو او دینی مدرسو کې په ملی ژبو باندې تدریس کیږي.
سعودی عربستان له دې مخکې هم ورته اقدامات په نورو هیوادونو لکه پاکستان کې، ترسره کړی چی پایله یې په پاکستان کې ځینې سیمو کی د افراطیت وده او دینی او مذهبی کړکیچ شو. اوس په افغانستان کې هم دا ډول فعالیتونه د فرهنګي او بین المللی کارپوهانو د اندېښنې سبب ګرځي.
د کارپوهانو په وینا، د دغې مدرسې حتی د اناثو برخونه یې هم فعاله ده او د افغانستان په نورو ولایتونو کې، کوم نا راجسټر شوی مدرسې د اناثو لپاره فعالیت نه لری. اوس داسی ګومان کیږي چی سعودیانو په یوه تیر، دوه نښان وهي: او دا د افغانستان د خلکو د ذهن او ژبه د بدلون پیل ده.