مسکو ، طالبانو ته د اکمالاتو درسولوپه اړه  د امریکا تورونه ناسم وبلله

د امریکا متحده ایالاتو هغه تورونه چې ګواکې مسکوطالبان اکمالوي دروغ او ناسم دي . دامطلب د روسي د بهرنیو چارو وزارت د اسيا ددوهم ديپارتمنت مشر ضمیر کابلوف څرګند کړی دي. دده خبري نن د جمعي په ورځ د مارچ په ۲۴ ر یانووستی اژانس ورکړی دي. دغه روسې دیپلومات زیاته کړه چې «داډول جعلي ډیزاین شوی خبري د افغانستان په کمپاین کې د امریکا د پوځيانو اوسیاستوالو د ماتي ښکارندوئي کوي». «نور توضيحات موږ نه شو موندلای» — دامطلب کابلوف څرګند کړ. د مارچ په 23 په اروپا کې د متحدینو د ځواکونو د قومانداني امريکايي جنرال کورتیس سکپاروتي (Curtis Scaparotti) پر طالبانو د روسيي په نفوذ څرګندونې کړي دي. دغه لوړ پوړې امریکائي جنرال د سنا په مجلس کې رد نه کړه چې مسکو د طالبانو د غورځنګ سره مرسته کوي. داچې څه ډول اکمالاتۍ مرستي کیږي جنرال کورتیس ئي په اړه څه ونه ويل.