پاکستان پر خواله رسنیو د څار اداره رامنځته کوي

اسلام اباد سترمحکمه پر يوې داسې دوسيه کار کوي چې له مخې به يې په پاکستان کې ټولنیزې رسنۍ د پاکستان د مرکزي حکومت تر څارلاندې وي اود ځانگړي څار اداره به ورته رامنځته کړاى شي.
محکمه وايي چې پر فېسبوک، ټويټر، انسټاگرام او نورو د اسلام او حضرت محمد (ص) د سپکاوي د مخنيوى لپاره يې دا گام پورته کړى دى
خوځينې سياسي کارپوهان په دې اند دي چې د دې نوې ادارې د رامینځ ته کولو موخه د پاکستان ضد سياست څارنه ده.
د یادونې وړ ده چې پاکستان تل هر څه د اسلام تر نامه لاندې تر سره کوي تر څو د نورو په سترګو کې خاورې وشیندي، خو له دې ناخبره دی چې خلک اوس په هر څه پوه دي