
په اروپا کې د ناټو امریکايي قوماندان ویلي دي چې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي.
جنرال کورتس سکار پاروټي چې د امریکا په سنا کې یې خبرې کولې ویلي دي چې له طالبانو سره د روسیې اړیکې یوازې د اړیکو تر حده نه دي محدودې بلکه د جنګي سرچینو په تامین کې یې مرسته کوي.
نوموړي زیاته کړې چې له همدې امله طالبانو د افغانستان په جنوب کې نوي بریاوې ترلاسه کړي دي.
له دې مخکې روسیې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره داسې ادعاوې رد کړي وې چې ګواکې روسیه د طالبانو سره د جګړه ییزو منابعو په برابرولو کې مرسته کوي.