«د مطالعې او زده کړې لارښود» کتاب چاپ شو

د مطالعې او زده کړې د ميتودونو او لارښوونو په اړه د بېلابېلو ليکنو کتاب «د مطالعې او زده کړې لارښود» په نامه چاپ شو.
دغه کتاب چې په کې د ګڼ شمېر ليکوالانو ليکنې او مقالې راټولې شوي دي، پکې د مطالعې او کتاب د اهميت په اړه هر اړخيزې تجربې او لارښوونې راټولې شوي دي.
دغه کتاب ليکوال او شاعر فضل باري مشفق ترتيب کړی او د ميهن خپرندويه ټولنې له لوري په ښه معيار چاپ شوی دی.
په کتاب استاد محي الدين هاشمي سريزه ليکلې ده او د غه کتاب يې د مطالعې او زده کړې له پاره يوه ارزښتناکه زياتونه بللې ده.
استاد محی الدين هاشمي د کتاب په سريزه کې ليکلي دي« ددې ټولګې ځينې مقالو کې مې د مطالعې په اړه داسې نوي، اړين مسائل مخې ته راغلل، چې تر اوسه مې د کتاب او مطالعې د يو مينه وال په توګه چې ډېر وخت په لوستلو او ليکلو تيروم، بل ځای نه وو لوستي، داسې ښکاري چې ليکوالو يې له باوري او علمي او معلوماتي سرچينو څخه استفاده کړې ده»
دغه کتاب په ښه کفيت او اعلی صحافت د ميهن خپرندويه ټولنې لورې چاپ شوی چې په پيښور او د هيواد په داخل کې له کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کيدای شي.