اوکراین په یوه لویه ډیپو کې زوروره اورلګیدنه رامینځ ته شوې ده

دا پيښه د اوکراین ختیځ ولایت خارکوف سره تړلي د بالاکلیا په ښار کې رامینځ ته شوې ده.
ځايي چارواکو په سیمه کې د ۲۰زرو په شاوخوا کې سیمه ییز اوسیدونکي امن سیمو ته انتقال کړي دي.
ویل کیږي چې په دې ډیپو کې ۱۳۸ زره ټنه مهمات وو چې توغندي هم پکې شامل دي او اور لګیدنې له امله شاوخوا وار شوي دي خو چاته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.
د اوکراین پوځ ویلي دي چې کیدای شي دا قصدي عمل وي ځکه چې په ۲۰۱۵ کال کې هم یو ځل هڅه شوې وه تر څو په یاده ډیپو د ډرون الوتکې له خوا برید وشي خو بریالۍ شوې نه وه.