
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هغه وینا کې چې د دغه هیواد نظامي او فني همکاریو کمیسیون ته یې کوله ویلي دي چې اوسمهال روسیه د نړۍ د ۵۲ هیوادونو ته نظامي توکي او وسلې صادروي چې بیه یې تر ۵۰ میلیاردو ډالرو پورې رسیږي.
نوموړي زیاته کړې ده چې په نړۍ کې د روسي وسلو تقاضا زیاته شوې ده او تېر کال په مجموعي ډول د ۹.۵ ملیارده ډالرو د قراداد په لاسلیکولو د روسیې د دفاعي صنایعو تقاضا ۵۰ میلیاردو ډالرو ته پورته شوې ده.
پوتین ویلي دي چې تېر کال له دې هیواد سره ۱۸ نړیوال قراردادونو د فني نظامي همکاریو په اړه لاسلیک شوي دي.