لندن کې د پارلمان ودانۍ سره نېږدې برید کې ۵ تنه وژل شوي

د بریتانیا پولیسو خبر ورکړی دی چې د پارلمان سره نیږدې په برید کط ۵ تنه وژل شوي دي.
دا برید چې د موټر په وسیله د پارلمان د ودانۍ په څو مترۍ کې تر سره شو لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
لومړۍ برید کوونکي د پارلمان د ودانۍ زینو ته نېږدې لارویان په نښه کړل او وروسته له موټر څخه راښکته شو او پر یوه پولیس یې د چړې ګوزار وکړ چې وروسته د پولیسو په دزو کې ووژل شو.
ویل کیږي چې په ټپیانو کې د درو تنو حالت د اندیښنې وړ دی.