
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونولي روکس وروسته له هغه خپله استعفا د دغه هیواد ولسمشر ته وړاندې کړه چې په فساد تورن شو.
پر نوموړي تور لګیدلی دی چې د ښوونځی د رخصتۍ پر مهال يې خپلې ده لورګانې د سلاکارانو په توګه ټاکلې وې.
ویل کیږې چې ده د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۶ کلونو تر مینځ خپلې ۱۴کلنې او ۱۶ کلنې لورګانې د سلاکارانو په توګه ټاکلې وې چې دواړو ته یې ۵۵زره یورو تنخواګانې ټاکلې وې.
نوموړي یاده ادعا منلې خو ویلي یې دي چې کوم غیر قانوني کار یې نه دی کړی.
د فرانسې ولمسشر د ده پر ځای ماتیاس فیکل د کورنیو چارو وزیر په توګه ټاکلی او لومړي وزیر د مسئلې په اړه د څیړنو امر کړی.