
ټویټر ویلي دي چې د تېر کال په دوهمه نیمایي کې یې ۳۷۶ زره او نهه سوه حسابونه تړلي دي.
نوموړې کمپنۍ د دې حسابونو د تړلو سبب د ترهګرۍ د تبلغاتو مخنیوی ښودلی دی چې په دې سره له ۲۰۱۵ کال راهیسې ۶۳۶ زره د ټویټر حسابونه تړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې ډېری وخت د ټولنیزو رسنیو کمپنۍ د دولتونو تر فشار لاندې وي تر څو د دوی د مخالفینو حسابونه بند کړي.