د روسیې دفاع وزارت ویلي چې په سوریه کې د نظامي هډو جوړیدلو نیت نه لري

د روسیې دفاع وزارت په یوه خپره شوي خبر پاڼه کې ویلي دي چې په سوریه کې د نظامي هډو جوړیدلو غوښتونکي نه دي.
دوی هغه خبر رد کړ چې ګواکې روسیه د سوریې په شمالي عفرین ښار کې پوځي هډه جوړوي.
دا خبر د امریکې رویټرز خبري اژانس خپور کړی و او پکې راغلي وو چې روسیه د سوریې حلب په عفرین ښار کې د پوځي هډې جوړولو نیت لري، چې د روسیې خبري اژانس په وینا یې د دغه هیواد دفاع وزارت غبرګون وښود او دغه خبر یې رد کړ.