يو امريکايي د  کندهار له هوايي ډګر څخه د  غلا په جرم په درې کاله بند محکوم شو

 
د امريکې له شمالي ډاکوټا څخه يو څلوېښت (۴۱)  کلن امريکايي بنجامين  ګېډري د  کندهار له هوايي ډګر څخه د مسي سيمونو د غلا په جرم په  درې کاله بند محکوم  شو. د ۲۰۱۳ کال په فبروری کې ګېدري چې د يوه افغان شرکت لپاره  يې کار کاوه، له دوو افغان قرارداديانو څخه غوښتنه کوله، چې د  پيسو په بدل کې د کندهار له هوايي ډګر څخه د ده لپاره جنسونه راوباسي. نوموړي يوه قراردادی ته وړانديز کړی و، چې د څلور زرو ډالرو په بدل کې له ده سره مرسته وکړي، چې له هوايي ډګر څخه د ۵۴ زره ډالرو په بيه د مسي سيمونو څرخونه غلا کړي. دا موضوع تر هغه وروته افشا شوه، چې ګېډري له هوايي ځواکونو څخه ووت. نوموړي په محکمه کې په خپل جرم اعتراف وکړ او محکمې هم په درې کاله بند محکوم کړ.
د يادونې وړ ده، چې يو شمېر امريکايي شرکتونو د افغان قرارداديانو به ميليونونو ډالر له ځان سره وړي دي او د افغان  قرارداديانو د ډېرو هڅو سربېره پر دې نه دي توانېدلي، چې خپلې پيسې ترلاسه کړي.