د نوروز، ورځ ناروا ده، که د حضرت علي تش په نوم مړیستون لمانځنه؟

۳۰/۱۲/۱۳۹۶،ل،ل
هر سالم انسان دا پوهه لري چې د یو ښه یا ښکلي څیز په لیدلو یا د کوم ښه خبر په اوریدلو باندې خوشاله شي او د بد خبر یا ناوړه څیز په لیدلو باندې خواشینی کیږي، د انسانانو د خوښیو او ناخوښیو عوامل د نړۍ په بېلابېلو دیني او ټولنیزو دودونو کې دي، په دې مراسمو کې د خوښیو ورځې د یو مهم بدلون او یا یوې مهمې پېښې له امله لمانځل کیږي، لکه زموږ په هیواد کې، د خپلواکۍ د ورځې تجلیلول، د نارنج ګل میله، د واده مراسم، د ماشومانو د زیږدو ورځ، یا داسې نورې ورځې.
د خوشالیو د ورځو له جملې څخه یوه د نوي کال ورځ (نوروز) ده، د دغې ورځې په اړه ډېر کلونه کیږي چې د ځینو کسانو لخوا منفي تبلیغات روان دي، هر کال چې د نوروز ورځ رانږدې شي، زموږ نیمه ملایان په مسجدونو کې بې له دې چې منطقي او مستند دلایل ولري، داسې تبلیغات کوي چې نوموړي ورځ د مجوسو(زردشت) د اختر ورځ ده، د دې ورځې په مناسبت خوشالي کول یا یو بل ته مبارکي ویل حرامه ده. حال دا چې نه پوهیږي دا د نوروز هغه ورځ نه ده چې زردشتیانو د خپل دین پر بنسټ لمانځله، بلکه د وري(حمل) لوموړی ورځ د زردشتیانو له ورځې څخه په سوونو کلونه وروسته (۴۶۷ه،ق)، د مسلمانانو لخوا د یو ټولنیز دود په توګه موندل شوي او رامنځ ته شوي ده، د پېړیو، پیړیو راپدېخوا د نوروز ورځ یوازې زموږ د خلکو پر دودونو پورې تړلي او دودیزه جنبه لري، دا ورځ د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو لخوا د دیني ورځې په نیت لکه د اخترونو په شان نه ده لمانځل شوي.
مخکې له دې چې زموږ ګران هیواد ته د اسلام سپیڅلی دین راورسیږي، د افغانستان په ځینو سیمو کې د نوي کال ورځ د زردشت د دین د لارویانو لخوا لمانځل کیدله، نوموړي ورځ هر کال لکه د هجري قمري کال په شان تغیر کولو، د لیږدیز، لمریز کال د وري د لوموړي ورځې په شان پر ځای نه وه وړلاړه، وروسته له هغې چې د زردشت دین ځای د اسلام سپیڅلي دین ونیو، په اسلامي هیوادونو کې د هجري قمري کلیز(جنتري)  څخه ګټه اخیستل کیدله چې له شمسي کال څخه تقریباً(۱۱) ورځې توپیر لري، نو ځکه په هرو(۳۴) کالو کې قمري کال له لمریز کال څخه یو کال وړاندې درومي.  قمري کلیز یې ځکه بولي چې میاشت د ځمکې له کُرې څخه راتاویږي، له دې کبله چې قمري کال په یو ځای باندې نه ؤ ولاړ او موږ وینو چې روژه، اخترونه او نورې ورځې هر کال تغیر کوي، دغې مشکل ته جلال الدین ملکشاه سلجوقي او د ده پیاوړي لوی وزیر خواجه نظام الملک ور پام شو(۴۶۷،ل،ل)، نو په اړه یې د وخت نجومیانو ته دنده وسپارله تر څو په هکله پلټنې تر سره کړي، ګمارل شويو نجومیانو وموندل چې د ځمکې کُره له لمر څخه راګرځې او یو کال څلور فصله؛ ۳۶۵، ورځې؛ ۵، ساعته؛ ۴۸، دقیقې او ۴۶ ثانیې کیږي. چې په پایله کې یې لیږدیز لمریز کلیز رامنځ ته کړ، نو له دې کبله یې لمریز کال بولي او د وري(حمل) لومړۍ ورځ یې(نوروز) ونوموله.
د قمري او لمریز کلیزونو د پیل نیټه د محمد(ص) د هجرت څخه پیل کیږي، چې له مکې څخه یې مدینې ته هجرت کړی دی، ومو لوستل چې لمریز کال د سلجوقي پاچا د نجومیانو د څېړنو او پلټونو په نتیجه کې، په پنځمه هجري پېړۍ کې رامنځ ته شو، نږدې پنځه سوه کاله وړاندې له هغې چې د سلجوقي پاچا ملکشاه د نجومیانو لخوا یاده ورځ کشف شي، د دواړه کلیزونو یادونه الله(ج) د قرآن کریم په انعام او رحمن سورتونو کې کړي ده، چې دا د قرآن حکیم وړاندوینه ده.
 
﴿فَالِقُ الْإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ﴾
ژباړه: «هغه(الله) د شپې پرده څیروي، سهار راباسي. او شپه یې د آرام کولو وخت ګرځولی دی. لمر او سپوږمۍ یې د حساب وسیله ګرځولي دي، دا ټولې د هغه ستر قدرت او علم لرونکي ټاکلي اندازې دي». (انعام: ۹۶)
﴿الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ﴾
ژباړه:«لمر او سپوږمۍ د یو حساب پابند دي.»(رحمن: ۵)
 
د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو د ژوند کولو لپاره، الله تعالی ډول، ډول اړین توکي پیدا کړي دي، چې له هغو څخه د کال څلور فصلونه د ژوند کولو لپاره بنسټیز ارزښت لري، په ځانګړي توګه د پسرلي موسم چې له نورو موسمونو څخه ښکلی فصل دی. پوهیږو چې د ژمي له سختو سړو او کړاوونو وروسته پسرلۍ رارسیږي، په پسرلي کې هوا نرمه او ښکلي وي، د ځمکې پر سر ټول نباتات شنه شي، ډول ډول مرغان له نورو سیمو څخه راورسیږي، چې له امله یې ځمکې لکه جنت شي او د انسانانو د خوښیو سبب ګرځي. له بل پلوه د نوروز ورځ د الهي په لوی نظام کې د کال د پیل لومړۍ ورځ ده، چې د الله تعالی لوی حکمت هم ثابتوي او عاقلان په تفکر کې اچوي، چې څه رنګ دا ورځ او شپه سره برابریږي او... ، نو موږ باید د الله(ج) د دغه لوی نعمت(پسرلي) شکر پر ځای کړو خوشالۍ وکړو او د خدای تعالی حکمت ته هم متوجه شو.
﴿فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ﴾
ژباړه:«نو(ای پیریانو او انسانانو!) تاسو به د خپل رب کوم، کوم نعمتونه درواغ وګڼئ؟!»(رحمن: ۷۵)
له پورته معلوماتو څخه پوهیږو چې د وري(حمل) میاشتې لومړۍ ورځ د هجري شمسي کال د پیل ورځ ده چې د سلجوقي پاچا جلال الدین ملکشاه لخوا رامنځ ته شوي ده او د زردشتیانو په دینې ورځو او یا نورو ادیانو پورې کومه اړه نه لري او نه کومه دینې جنبه لري، دا ورځ یوازې د خلکو پر دودونو پورې تړاو لري، پوهیږو چې هر ملت د نوي کال ورځې لري خو له بده مرغه چې د نوروز ورځې ته یو شمېر خلکو دیني بڼه ورکړي ده  چې د هیواد په ځینو سیمو کې په ځانګړي توګه د بلخ په ولایت کې د حضرت علي تش په نوم د (سخي) په زیارت باندې خلک راټولیږي او له هغه څخه داسې غوښتنې کوي چې هغه غوښتنې یوازې د الله تعالَی څخه کیږي، موږ په خپلو سترګو لیدلي دي چې د جنډې د پورته کولو په وخت کې ځیني خلک په سلګو سلګو ژاړي  او زارۍ ورته کوي، په داسې حال کې چې د حضرت علي کرم الله وجهه جسد په هغه زیارت کې نشته، خدای ښه پوهیږي چې په هغه ځای کې به څوک، یا څه وي او که نه.
د مسلمانانو شعیه او سني ډېری پوهان په دې خبره سره متفق دي چې د حضرت علي مړیستون د عراق د نجف په ښار کې دی، په ځینو ناموثقو کتابونو کې لیکل شوي دي چې د امویانو له ویرې یې د حضرت علي مړی پټ کړی ؤ او د حضرت علي له مرګ څخه ډېر کالونه وروسته د امام جعفر صادق په زمانه کې د حضرت علي مړی له عراق څخه د بلخ د خواجه خیران کلي ته راوړل شوی دی.
دا ډول خبرې له عقل څخه ډېرې لیرې ښکاري چې په هغه زمانه کې د عراق له هغه سر نه د چا مړی یا د هغه هډوکي په اوښ بار کړي او تر بلخ پورې یې راوړي او له بل پلوه د حضرت علي د مړي د راوړل کیدو هېڅ اړتیا نه لیدل کیږي، که رښتیا هم د حضرت علي جسد ته خطر وای نو خواخوږو یې کولی شول چې له اصلي مړیستون څخه یې وباسي او په هغه نږدې خواوشا کې یې په پټه خاورو ته وسپاري.
هر ډول خرافات چې لیکل شوي دي ټول د شعیه ګانو بې منطقو کسانو لخوا د دې لپاره لیکل شوي دي چې د مسلمانانو لپاره یو بل د شرک مرکز رامنځ ته کړي او ملسمانان له اصلي لارې څخه بې لارې کړي.
ټولو ته ښکاره ده چې حضرت علي په رڼا ورځ د روژې په اوولسمه نيټه په ناڅاپي ډول په مسجد کې د یوه ترهګر عبدالرحمن بن ملجم لخوا په هغه زهرو لړلي توره باندې ووهل شو چې له امله یې سخت ټپي او وروسته د روژې په ١٩ نيټه د ٦٣ کالو په عمر شهید شو، د حضرت علي د وصيت سره سم د ده قاتل د حضرت حسن (رض) له خوا د تورې په يوه ګوزار باندې ووهل شو، ځکه چې حضرت علي يې هم يوه توره وهلى وو، د هغه د خلافت دوره څلور کاله نهه مياشتې او څو ورځې وه او د ده جسد د عراق په نجف کې خاورو ته وسپارل شو.
دا ډول خلک چې د حضرت علي تش په نوم مړیستون څخه دا شان غوښتنې کوي لکه له خدای څخه، له یوې خوا په نه بخښل کیدونکي ګناه شرک باندې اخته دي بلکه د حضرت علي روح یې هم ناآرامه کړی دی او ورسره یې د نوروز بې ضرره ورځې ته هم خطر پېښ کړی دی. په دې اړه لویو څېړنو او پلټنو ته اړتیا شته چې باید د څېړونکو لخوا تر سره شي، خو د اوس لپاره په همدې لنډه لیکنه باندې بسنه کوو هیله ده چې د لوستونکو د پام وړ وګرځي.
﴿أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ شُفَعَاءَ ۚ قُلْ أَوَلَوْ كَانُوا لَا يَمْلِكُونَ شَيْئًا وَلَا يَعْقِلُونَ، قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا ۖ لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ﴾
ژباړه:«ایا له هغه خدای څخه پرته دوی نور سپارښت کوونکي نیولي دي؟ دوی ته ووایه! ایا هغوی به شفاعت وکړي، چې د هغوی په واک کې هېڅ هم نه وي او پوهه هم ونه لري؟. ووایه: شفاعت په ټوله مانا د الله په واک کې دی، د اسمانونو او ځمکي د پاچاهۍ ملک هماغه دی، بیا د هماغه لوري ته تاسې ورګرځول کیدونکي یاست.» (زمر:۴۳-۴۴)
په درنښت
پای