شاعر زړګي ته مې خمار د تودې مينې ورکړه
چــې مـــرورې زمـــانې درتـــــه سپرلي راوړي
د شپو پر بام مې جانان ايښي ګل بخملې پاپۍ
د سپينو ستــــورو کټـــــوري نه به غمي راوړي
که نه يې زړه کې مې يې ګرانه پښتنو کې رواج
مـــړي قـــبرو ته وړي واپس ترېنه پټکي راوړي
ته چې پروته شوې په مټو مې خاپوړې کوې
زمـــا شړۍ بــه هم د سرو ګلو ځونډي راوړي
د بنګاوو د ياغيستان ډېوې به لا مستې شي
کــــه د خيرنو رڼاګانــــو رنګ زړګــــي راوړي
اه دنګ جلان دې په چاکو پرې شوې پاڼه بوله
د بېوسۍ سيلۍ يې يو خوا بل خوا وړي راوړي
سيدجيلاني جلان
وروستي