
د آل پارټيز تجير ائتلاف پر غوښتنه له پرون راهيسې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د چمن په ښار کې سراسري اعتصاب پيل شوی، ټول بازارونه او مارکېټونه تړلي دي، کار و بار په ټپه ولاړ دی او موټر هم د سړکونو پر غاړه ولاړ دي. ښار داسې ښکاري لکه له استوګنو تشه سيمه.
د سيمې سوداګرو ګواښ کړی، چې د لارې تر پرانيستل کېدو پورې به دوی خپل اعتصاب ته دوام ورکړي. دوی وايي، د لارې د تړل کېدو له کبله دوی ته ډېر دروند زيان رسېدلی او يو زيات شمېر ورځني مزدورکاران وزګاره شوي دي. د لارې د بنديدو له کبله په زرګونو لارۍ د کرښې دواړو غواړو ته ايسارې دي او ناټو بار وړونکې لارۍ هم درېدلې دي. د ځايي سوداګرو په وينا، چې نه يوازې عامو خلکو ته ډېر زيان رسېدلی بلکې د پاکستان حکومت هم د سوداګرۍ له لارې د ماليې ډېر زيان ليدلی دی.