ترکیه کې سلګونه کسان د (پي.کې.کې) ګوند سره د تړاو په تور نیول شوي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دغه هیواد ځواکونو په بیلابېلو عملیاتو کې د کردستان کارګر ګوند یا پي کې کې سره د تړاو په تور سلګونه کسان نیولي دي.
د چارواکو په وینا د دغو کسانو شمیر ۷۴۰ ته رسیږي چې د دریو ورځو په ترڅ کې د ۳۶ بیلابېلو عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي.
ویل کیږي چې په دغو عملیاتو کې بېلابېل تجهیزات، اسناد او وسلې هم نیول شوي دي.