«هدف، زده کړه او بری» د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو د معین ښاغلي ډاکتر محمد ابراهیم شینواري (۸) اثر دی، چې په ( ۲۱۷) مخونو کې د دانش خپرندویه ټولنې له خوا چاپ شو.
سره له دې چې تردې وړاندې د ځوانانو د زده کړې او ښوونیز بهیر په اړه تردې وړاندې هم لږ او ډیر کار شوی خو دغې (هدف، زده کړه او بری) موضوع ته پام سره نوموړی اثر په یاده برخه کې د پام وړ ارزښت لرونکی دی. د دغه اثر په لومړی برخه کې د انسان د ځانکړنو په اړه، دویمه برخه یې په ژوند کې د بریالیتوب لپاره د هدفونو د ټاکلو په اړه، دریمه برخه یې د پوهې او زده کړې ته، څلورمه برخه یې د ازموینې او ازموینې د تیاري ته، پنځمه برخه یې د لیکلو مهارتونو ته، شپږمه برخه یې د ښې وینا فن ته، اوومه برخه یې د د ماغ او فکر پیا وړتیاته، اتمه برخه یې د وخت ځواک او تنظیم ته اونهمه برخه یې د زده کړې په اړه ځینو لنډو او مهمو مسئلو ته ځانکړې شوې.
له دې امله د ځوانانو د علمي او فکري پیاوړتیا په برخه کې شته اړتیاوو ته په کتو سره دغه اثر یو مهم او بنیادي اقدام دی چې د ځوانانو د علمي او ټولنیزه وړتیاوو په لوړولو کې له دوی سره اړینه مرسته کولای شي.
مینوال کولای شي دا اثر د اسد دانش مطبعې نه ترلاسه کړي.
وروستي