
پاکستاني رسنیو راپور خپور کړی چې په اسلام آباد کې د افغان او پاکستاني سوداګرو د ګډې خونې فیصلی سره د پاکستان تړلې دروازې خلاصیږي یاد رسنیو ته ځینو سرچینو ویلي چې د دغو هیوادونو ترمنځ تړلې دروازې تر راتلونکي ۲۴ ساعتونو پورې خلاصیږي.
رسنۍ د ګډې خونې د مشر، زبیر موتولی له خولې لیکي چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د خونو ګډې جرګې دغه پریکړه کړې او ګومان کیږي چې سوداګري تر سبا پورې بیا له سره پيل شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ چارې وروسته له هغه وځنډیدې چې په سند ایالت کې د یوه خونړي برید په پایله کې سلګونو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.
پاکستاني چارواکو له دې پيښې څو ساعته وروسته له افغانستان سره ټول وروونه وتړل او ادعا یې وکړه چې دا برید په افغانستان کې میشته ترهګرو له خوا ترسره شوی دی.