حوثيانو د سعودي پر پوځي هډو بالستیک توغندي ورولي

په یمن کې حوثي شیعه یاغیانو ادعا کړې ده چې په ریاض کې یې د سعودي عربستان پر پوځي هډو بالستیک دوه بالستیک توغندي ورولي دي.
دغې ډلې چې د ایران له پراخ ملاتړ څخه برخمنه ویلي دي چې توغندي یې په ریاض کې د ملک سلمان پر پوځي قرارګاه لګیدلي دي.
سعودي حکومت او حلیفانو یې په دې اړه څه نه دي ویلي، د یادونې وړ ده چې حوثي یاغیانو څه موده مخکې هم پر سعودي عربستان د توغندیو بریدونه کړي وو چې د سعودي ځواکونو له خوا په هوا کې شنډ شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د سعودي پاچا ملک سلمان اندونیزیا ته د تفریح لپاره ولاړ چې سلګونه کسان، شخصي الوتکې او زیات شمېر موټرونه ورسره وو، نوموړی په هوایي ډګر کې له الوتکې پر طلایي زینو راښکته شو. همدارنګه یې اندونیزیایي چارواکو ته ګرانبیه ډالۍ ورکړې.