مسکو د اسراییلو سفیر احضار کړی دی

اسراییلي رسنیو خبر ورکړی دی چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د اسراییلو سفیر احضار کړی تر څو پر سوریه د وروستۍ حملې په اړه توضیحات ورکړي.
تر اوسه ښکاره نه ده چې اسراییلي سفیر د اخطاريې لپاره احضار شوی دی او که په یو لړ مهمو موضوعاتو ورسره خبرې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې حزب الله ته د درنو وسلو د انتقال مخنیوي ته به ادامه ورکړي او باید نړیوال هم په دې پوه شي.
د یادونې وړ ده چې مسکو د ایران تر څنګ د سوریې فعلي حکومت چې بشار اسد یې مشري کوي له پراخو ملاتړو څخه دی.