ښه او بریالی زده کوونکی

که د نړۍ ډيرو نامتو،تکړه انسانانو د ژوند تاريخ ته پام وکړو نو حتمي به وپوهيږو،چې ددوى د برياليتوب راز په څه کې دى.
له وخت نه په ګټه اخيستنې سره هغوى تل هڅه کوي چې خپل سپيڅلي ارمانونه د خپلو منظمو پلانونو او مثبت افكارو په واسطه لاسته راوړي او دا واضح خبره ده چې له همدې امله بريالي شوي هم دي نو ګران زده کوونکي هم باید د همدې انسانانو له ژوند نه پند واخلي او د همدوى له ډلې څخه واوسیږي چې بريالي دي او لا هم دوى د نورو برياليتوبونو په لټه کې دي.
ولې يو زدكوونكى خپل وخت په داسې شيانو بوخت وساتي چې دده د پرمختګ مخه نیسي او ځيني زدكوونكي ولې درس ويلو سره شوق نه لري؟
 ځكه چې دوى خپل ذهن په داسې شيانو بوخت ساتي چې د يو ساعت خوشحالي ورکوي خو راتلونكى ټول عمر ځانته ستر مصيبت ګرځوي ځكه چې دى د تعليم او ښې زدکړې نه ځان محروموي مګر په دې نه پوهيږي چې رڼا ته شا اړوي او د تورو شپو ملګرتيا کوي او هغه څه بد ګڼي چې دده د شخصيت جوړونې لوى لامل دى؛ ښه بيلګه يې داده چې د ځينو زدكوونكو هغه استادان نه خوښيږي کوم چې تل دوى تختې ته پورته کوي املا پرې کاروي، نصيحت ورته کوي، د ښوونځي قانون ورپيژني او د ټولنې رښتينى او سم ژوند ورته انځوروي. په حقيقت کې همدا شيان د يو زدكوونكي او ان د يو انسان د اصلاح کولو ښه لاره ده.
مونږ زدكوونكي بريالي کيداى شو،خو څنګه؟؟
هغه داسې چې تل بايد په خپلو درسونو کې هڅه وکړو او هيڅ کله خپل قيمتي وخت ضايع نه کړو.
 تر ټولو مهمه خبر داده، چې هيڅکله ماته ونه منو بلکه هره ماته بايد يوه تجربه وګڼو، که يو زدكوونكى اول نمره وي او وروسته به کوم سبب دويم نمره شي او يا هم که چیرې کوم زدكوونكى په ازموينه کې پاتې کيږي نو هيڅكله هم باید ناهیلی نشي بلکه ناکامي یې باید د یوې نوي حوصلې پیلامه شي او د بل ځل لپاره پوره چمتوالى ونيسي او هغه خپله موجوده ستونزه چې دده د پرمختګ مانع ګرځيدلې وه له منځه يوسي.
 بله داچې خپلو ښوونكو ته د بايد کورنۍ غړو په شان احترام ولرو، همدارنګه د ښوونځي له ادارې سره په فرهنګي او د نظم په چارو کې مرسته يو لوى مسٶوليت وګڼو نو باوري اوسئ چې روښانه راتلونكى به ولرئ.