شاته نه ځمه

نه منمه ماته، شاته نه ځمه
ولې به شم شاته، شاته نه ځمه
هر څه که په ما کيږي، نو ودې شي
ستا له ملاقاته، شاته نه ځمه
دې واړه وجود ته، لږ سکون راکړه
اى! د مينې ذاته شاته نه ځمه
نه ځمه له تانه لرې نه ځمه
راغلم همدا تاته شاته نه ځمه
وه څراغه ! زړه پورې دې نيسمه
وه خوږه نباته شاته نه ځمه