چـــــيرته رانه ځې خوږې
ژوند مې رانه وړې خوږې
اخ که زړه مې پړک وچوي
بيا به څه کـــــــوې خوږې
ما به نه پرېږدې خـــــوږې
ساتې به وعـــــدې خوږې
مينــــه کې به ډار نه وي
دا به نـــــــو منې خوږې
زه ناڅاپي تګي تږى شم
ته چې اوبه څښې خوږې
نن شـــــپه زمزمې کوو
وايـــــو به ټپې خــوږې
و به کــــړي ځلا څراغ
شوې که رانږدې خوږې
وروستي