
د سوریې پوځ وايي چې دوی د اسراييلو له هغو څلورو الوتکو څخه چې د سوریې په هوایي حریم یې تیری کړی و یوه یې ویشتلې ده او نورې یې تښتیدلي دي.
د اسراییلو پوځ دا ادعا رد کړې ده، د ترکیې خبري اژانس د معلوماتو له مخې ۴ اسرایيلي الوتکو پرون د سوریې د پالمیرا په سیمه چې د بشار اسد ځواکونو تر ولکې لاندې ده بمباري وکړه.
سوري پوځ ویلي دي چې یاده الوتکه د داعش تر ولکې لاندې سیمه کې لویدلې ده.