امریکا پر شمالي کوریا د برید ګواښ کړی دی

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر چې جنوبي کوریا ته په سفر تللی پر شمالي کوریا یې د برید ګواښ کړی دی.
ریکس ټلرسن چې د خپل کوریایي سیال یانګ یونګ سره یې په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې ویلي دي چې د شمالي کوریا د اټومي فعالیتونو پر وړاندې د صبر ستراتیژي نوره پای ته رسیدلې ده.
نوموړي ویلي دي چې که شمالي کوریا خپل اټومي فعالیت ته د پای ټکی کینږدي نو د امریکې متحده ایالات به پر دغه هیواد نظامي حمله وکړي.
ټیلرسن څرګنده کړه چې په سیمه کې د نظامي نښتو پلویان نه دي خو که چیرې شمالي کوریا خپل نظامي فعالیتونه لا هم پراخ کړي نو د امریکې د وسله برید سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده چې شمالي کوریا پر امریکا څو ځله د برید ګواښ کړی دی خو دا لومړی ځل دی چې امریکا پر شمالي کوریا د برید ګواښ کوي.