د حلب ښار د يوه سپين ږيرې انځورونو د نړۍ پام ور و اړولو

په حلب کې د يو سپين ږيري انځورونه، چې د ويکتور هوګو «هغه سړی چې خاندي» رمان موږ ته را یادوي، د نړۍ پاملرنه ور اړولې.
په يوه انځور کې لیدل کيږي، چې سپين ږيری تر بمبارۍ وروسته ناست دی، پيپ څکوي او موسيقي ته يې غوږ نيولی.
 

 
دغه انځورونه د فرانس پريس خبریال اخيستي دي او له سيمې نه يې ليږلي دي. په دغه انځورونو کې ۷۰ کلن سپين ږيری «محمد محيی الدین انيس» دی، چې يو وخت يې په اویايمې کلونو کې يې په ایټالیا کې طب لوستی، په خپله بډای سړی  او پلار يې د نساجي صنعت درلودلو.
نوموړي د کلاسیکو موټرو ۳۰ نمونې هم درلودلې، چې په انځورونو کې يې ليدلی شئ.