
د اناضول خبري اژانس د خبر له مخې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو یوه بې پیلوټه الوتکه لویدلې ده.
دا الوتکه د غزې ښار په خیتځ کې چې د حماس اسلامي غورځنګ تر ولکې لاندې دی لویدلې چې د اسراییلو راډیو دا خبر تایید کړی دی.
لویدلې الوتکه چې د سکای لارک په نامه وه د اسراییلو په پوځ پورې اړه لري چې د لویدلو لامل یې نه دی ښکاره، اسراییلي پوځ په دې اړه چوپتیا غوره کړې.