امریکایي سناتورانو د سوریې په اړه د روسیې او ایران اقدامات غندلي دي

امریکایي سناستور جان مککین په یو خپره شوې بیانیه کې ویلي دي چې له ټیم کین، مارکو روبیو او کریس مورفي سره یې یو پریکړه لیک صادر کړی دی.
په پریکړه لیک کې د بشار اسد له حکومت څخه د روسیې او ایران ملاتړ غندل شوی دی او له دې دوو هیوادونو یې غوښتي دي چې ژر تر ژره دې په سوریه کې پوځي عملیات بند کړي.
په پریکړه لیک کې راغلي چې د سوري ښاریانو او مرستندویه ډلو ساتنه دې وشي او مرستندویه کاروانونو ته دې اجازه ورکړل شی تر څو جنګ ځپلو سیمو ته ننوځي.