انګلستان کوښښ کوي تر څو پاکستان له سیاسي انزوا څخه وباسي

پرون په لندن کې د افغانستان، پاکستان او انګلستان درې اړخیزه ناسته تر سره شوه؛ دا ناسته په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان تر مینځ د کړکیچونو د هواري په موخه تر سره شوې وه چې د افغان حکومت له خوا پکې د ملي امنیت شورا مشاور حنیف اتمر هم ګډون کړی و.
د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ویلي دي چې بریتانیا په دې ناسته کې مثبت رول لوبولی دی، خو ځینې افغان چارپوهان وایي چې د داسې ناستو په تر سره کولو سره بریتانیا غواړي پاکستان له سیاسي انزوا راوباسي، ځکه پاکستان د لویې بریتانیا په کوښښ رامینځ ته شوی دی او تل یې پلویتوب کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان تر مینځ سیاسي تاوتریخوالي په دې وروستیو کې اوج موندلی دی.