صفرډېرمهم عدد دی

 
  نږدې د 2000 کلنو  په بهيرکې داروپا خلکورومي اعداد کارول اوله هغې څخه يې دژوندپه ورځنيو معاملاتوکې استفاده کوله  .
رومي اعداد دتوري په بڼه ليکل کيدل دبېلګې په توګه : I د 1 ، Vد 5 ، X د 10 ، L د 50 ، C د 100 ، D د 500 او M د1000 اعدادو لپاره غوره شوي وو . د C توری د Centum يعنې 100 اوM د Milas يعنې 1000 څخه اخيستل شوي وو .  روميانو 1979  په دې ډول ليکل : MCMLXXIX . په دې توګه يوازې   د دې شمېرې دلوستلو لپاره بايد له جمع اوتفريق نه کاراخستل شوی وای  .
ترټولومهمه خبره خودا وه ، چې د دې اعدادپه شمېرکې دصفرعددنه ؤ يا په بل عبارت روميانودصفرعددنه پېژنده . له صفرپرته دلوړو رياضي محاسبو ترسره کول ناشوني ؤ .
دصفر عدد په هندوستان کې ﻻ ډېرپخوا پېژندل شوی ؤ او ددوی داعدادو دلېکنې بڼه هم دروميانو سره توپيردرلود .ډېر وروسته دلومړي ځل لپاره  د دولسمې ميلادي پېړۍ په بهيرکې ، صفردعربوله خوا له هندنه اروپا ته راوړل شوی .
داسيستم ډېراسان و، نوځکه په ډېره چټکۍ سره په ټوله نړۍ کې خپورشو اوترنن پورې ورڅخه کاراخستل کيږي  .