وخت ، له لمريزه  تراټومي ګړيوپورې

  پرمختللي هېوادونوکې بې له ګړۍ ( ساعت ) څخه ژوندکول له تصوره لرې ښکاري  . که له ځانه سره سوچ وکړو ، نوموږ په ورځ کې څوځله ګړيوته ګورو ترڅوپه دې پوه شو ، چې څه مهال دی  .دايوازې موږ تاسې نه يوو  چې غواړوځان ته وخت معلوم کړوبلکې د پخوا زمانوخلکوهم دا هڅې  کړي  وې
5000 کاله دمخه مصريان په دې پوهېدل ، چې څوبجې دي . دوی وخت دلمردسيوري څخه معلومولواوپر همدغه بنسټ يې لمريزساعتونه جوړکړل  ، چې په سفرونوکې به يې ديوې قطب نماسره په ګډه کارول .
له ميلادڅخه 3000 کاله دمخه ،چينايانوداوبوګړۍ اختراع کړه . چينايانوپه واړونلکيوکې اوبه اچولې اودغه نلکۍ څو ځايه په نښه شوي وې  . داوبودبهيدلوکچې  به وخت ټاکلو. روميانوهم داوبوله ګړيونه کاراخيستلو . ډېر وروسته په 13 ميلادي پېړۍ کې دشګوګړۍ جوړې شوې . دشګوګړۍله دوه سره نښتووړو شيشه يي کټوو څخه ،چې ترمنځ يې يوکوچنی سوری وجوړې شوي وې .  دکټوې په منځ کې ډېرې ميده شګې اچول شوي وې اوکله به ، چې داميده شګې له يوې کټوې نه بلې کټوې ته تويدې په دې کې به يووخت تيرېدو ،بيابه داګړۍ په بل مخ اېښودل کېده . دشګوګړيوډېردقيق وخت ښودلواوله دغوګړيوڅخه ، ترډېرې مودې کاراخستل کېده . داسې اټکل کيږي ، چې دڅرخونونه جوړې شوې ګړۍ هم په همدې وخت کې جوړې شوې  . داچې دلومړي ځل لپاره دڅرخ پربنسټ  ساعت چااختراع کړ تراوسه په دقيق ډول نه ده   څرګنده . دغه ساعت دننيوګړيوپه څېردليکل شوي اعدادو پاڼه نه درلوده او څرخونه يې د يوراځوړندشوي وزن په مرسته  څرخېدل اودهرې  ګړۍ دتيريو وروسته  به يوزنګ ياغږله دې ګړۍ څخه پورته کېده . داډول ساعتونه نن ورځ هم شته  . لږه موده وروسته په ګړيوکې بياله فنرونونه کار واخستل شو .
دلومړي ځل لپاره يوه ګړۍ ، چې دبرېښناپه واسطه کاروکړي  ، دجرمني د (( مونشن )) په ښارکې جوړه شوه . تر ټولودقيقه ګړۍ اټومي ده ، لېکن هغه په ﻻس پورې نشوتړلی ، ځکه هغه دومره لويه ده لکه يوه کوټه خوپه 250 زرو کلونوکې يوه ثانيه هم مخکې اوشاته نه ځي .