د ( ميرمن کلتوري ټولنيز بهير ـ جرمني)  پرانيستونکې غونډې رېپوټ

دلوی او مهربانه خدای په نامه
 
د 2009 کال د می مياشتې په 29 نيټه د جمعې ورځ د مازيګر په څلور نيمو بجو د  جرمني د هورت  ښار د( ايوېنت پلاست)   په سالون  کې د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د جرمني څانګه  پرانيستل شوه. د بهير په پرانيستوني غونډه کې د جرمني د بن ،کولن، ليورکوزن ، مونشن ګلادباخ له ښارونو او شاوخوا سيمو څخه 65 خويندو ګډون کړی وو. غونډه  د قرآن عظيم الشان  دمبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه. د غونډې مشري په حقوقو کې د دوکتورا کانديدې آغلې څانګې شينواري  کوله او د سکرتريت چارې يې د آغلې مريم صافۍ پر غاړه وې.

په پيل کې  د افغانستان دکلتوري ودې ټولنې په استازېتوب استادسيد حسن په جرمني کې د مېرمنو د يوې ټولنې په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او دافغانستان د کلتوري ودې ټولنې له اړخه يې دهراړخيزو مرستو ژمنه وکړه. ورپسې ښاغلي خوشال روهي په افغانستان کې د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د جوړښت، اهدافو ، فعاليتونواو د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د بهير د څانګو په اړه بشپړ مالومات وړاندې کړل او په اړه يې  د خويندو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

وروسته  په جرمني کې د مېرمنو د يوې  پياوړې ټولنې د جوړېدو د اړتيا اوګټو په اړه بحث وشو او په افغانستان کې له  افغان مېرمنو څخه د ملاتړ او همدارنګه په جرمني کې د افغان مېرمنو د استعدادونو د لازياتې ودې ، د افغاني ـ اسلامي هويت او کلتور د ساتلو په موخه د مېرمنو د يوې کلتوري او ټولنيزې ټولنې د جوړېدو پرېکړه وشوه . پرېکړه وشوه، چې د دغې نوې ټولنې نوم به ( مېرمن کلتوري ټولنيز بهير ـ جرمني) وي او په افغانستان کې به له مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير سره له نږدې  همکاري کوي.

د بهير دچارو د ښه سمبالښت لپاره د يوې لويې غونډې تر جوړېدو پورې يوه ديارلس کسيزه مؤقته کارډله، څلور حوزې او د هغو مسوولين په دې توګه وټاکل شول:
۱ ـ د کلن د ښار د حوزه:  څانګه کاکړزوی، ګلالۍ شېر ، غرنۍ رووفي ، رويا او هوسۍ قاضي خېل .
۲ ـ د لېورکوزن د ښار  حوزه :  غرڅنۍ برهاني او شغله رووفي.
۳ ـ د مونشن ګلادباخ د ښار  حوزه: رحيمه پشتونجار، زرمينه حکيمزۍ او اناهيتا روهي.
۴ـ د بن د ښار خويندو پرېکړه وکړه ، چې دوی به په خپل ښار کې تر غونډې وروسته خپل مسوولين معرفي کوي .
د يادولو وړ ده چې له دغې کار ډلې سره به آغلې مريم صافۍ په مؤقت ډول د منشي په توګه مرسته کوي.


پرېکړه وشوه ، چې نوموړي مسوولين به په خپلو ښارونو کې اړونده حوزې فعالوي ، منظمې غونډې به کوي او له هغو خويندو سره به  خبرې کوي ، چې تر اوسه خبر ې نه دي ورسره شوي او هر ښار به د خپلو غونډو دمهال وېش او څرنګوالي په اړه په خپله پرېکړه کوي.
د بهير د رسمي ثبت او داساسنامې د ليکلو دنده آغلې څانګې شينواري پر غاړه واخيسته . غونډې پرېکړه وکړه ، چې په په راتلونکو دريو مياشتو کې به د يوې لويې غونډې لپاره تياری نيول کيږي او په هغې کې به د بهير تګلار ، کړنلار ، مشرتوب اوکارډله ټاکل کيږي. د لويې غونډې د ښه سمبالښت او تدارک لپاره  به کارډله د ټېلفوني او انټرنېټي  اړيکو سربېره د مياشتې يوځل غونډه کوي.
غونډه د دعا  په کولو سره د مازيګر په شپږنيمو بجو پای ته ورسيده .
 
اناهيتاروهي