اتلان پېژنی؟ څوارلسمه برخه       

                                          ۲۵/۱۲/۱۳۹۵،ل ،ل                                                                   
په کابل کې د احمدشاه مسعود ترهګریزې(ترورستي) جګړې:
وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو د سولې پلان، د سولې د دښمنانو له خوا، د احمدشاه مسعود په مشرۍ شنډ شو، مسعود او متحدینو یې د کابل ښار ځیني سیمې ونیولې، زه چې په کابل کې د حالاتو مخامخ شاهد وم، وړاندې له هغې چې د مسعود نظار شورا، وحدت ډلې او حکمتیار وسله وال ځواکونه د کابل ښار ته ورسیږي د مسعود د نظار شورا او رشید دوستم ازبک ځواکونه د شپې او ورځې لخوا د ځمکې او هوا څخه د حکومت هغو پوځی چوڼیو ته راوستل شول چې قوماندانان یې مسعود ته ورتسلیم شوي وو، د دغو سلامي شویو جنرالانو مشري سترجنرال نبي عظیمي، د ډاکټر نجیب الله د دفاع وزارت مرستیال او د کابل ګارنیزیون قوماندان کوله. کله چې د مسعود او پرچمیانو، دوستمیانو او هزاره توکمو وحدت ډله او د اسماعیلیه ؤ مشرسید منصورنادري له ایتلاف څخه خلک خبر شول، په کابل کې یو شمېر د ډاکټر نجذیب الله پلوي پښتانه جنرالان اړ شول چې د حکمتیار له اسلامي ګوند سره یو ځای شي، دغو جنرالانو له اسلامي ګوند سره لویه مرسته وکړه، داسې چې د اسلامي ګوند بې وسلې کسان یې د جبار قهرمان ځواکونو سره یو ځای، (چې کوم پوځي یونیفورم یې نه درلود، د جهادي تنظیمي کسانو په شان یې اوږده ویښتان او ملکي کالي پر غاړه وو) د کابل ښار جنوبي برخې د څارندویو(پولیسو) په حوزو، مرنجان غونډۍ او د کورنیو چارو وزارت په قرارګاه کې ځای پرځای کړل، د کورنیو چارو وزارت د قرارګاه قوماندان ښاغلي حبیب نور چې زما له ملګرو څخه ؤ، په داسې حال کې مې ولید چې دغه کسان یې د وزارت په قرارګاه کې ځای پرځای کول، د ستړي مه شي سره یو ځای مې پوښتنه وکړه دا خلک څوک دي، د جبارقهرمان کسان دي؟ ده چې وخت نه درلود په بیړې سره وویل: پته نه شته چې د جبار کسان دي که د حکمتیار، خو لګیا یو، بیا به خبر شې.
دا وجه وه چې د ۱۳۷۱،ل کال د غویي په شپږم سهار د اسلامي ګوند لخوا ارګ، صدارت، د کورنیو چارو وزارت، د اوسني دفاع وزارت ودانۍ، ریشخور، چهلستون بګرامي، بیني حصار، هود خېل، مرنجان غونډۍ او ځینې نورې سیمې د همدغو جنرالانو په مرسته د اسلامي ګوند ځواکونو لخوا ونیول شوې.
مسعود لا کابل ته نه ؤ رارسیدلی په چاریکارو کې د حکمتیار د ځواکونو لخوا ایسار پاتې ؤ، د مسعود د نظار شورا او متحدین یې د کابل ښار د اوسیدونکو او د هیواد د تباهۍ په غم کې نه ؤ، مسعود یوازې د خپل پخواني دښمن حکمتیار د ماتولو او د کابل ښار څخه د ده د ځواکونو د شړلو په فکر کې ؤ، تر څو د کابل ښار نظامي واک د ده په لاس کې پاتې شي، هغه وو چې د مسعود، دوستم او مسعود ته د تسلیم شویو جنرالانو ځواکونو لخوا د حکمتیار په ځواکونو باندې، سهار مهال د غویي په اوومه نیټه برید وشو، چې په نتیجه کې د نظار شورا او دوستم ځواکونو د اسلامي ګوند ځواکونه د کورنیو چارو وزارت، ارګ او ځینو نورو سیمو څخه په شا کړل، دا د کابل په ښار کې لومړۍ جګړه وه چې د مسعود د متحدینو او حکمیتار ترمنځ ونښته چې کابل ښاریان یې ووېرول او ځینو ته یې د سر او مال زیانونه واړول.
په کابل کې د نظار شورا، دوستمیانو او حکمتیار ځواکونو تر منځ جګړې روانې وې، د پاکستان صدراعظم نوازشریف په پېښورکې د اووه ګونو تنظیمو مشران راټول کړل او په بیړه یې یو عجیبه لنډمهالی حکومت جوړ کړ، چې صبغت الله مجددي د دوو میاشتو لپاره د دولت مشر او وروسته به برهان الدین رباني د څلورو میاشتو مؤقت دولت مشري کوي. ګلبدین حکمتیار ته د صدارت څوکۍ او دفاع وزارت د جمعیت تنظیم مسعود ته ورکړل شوی ؤ. د موافقې په دریمه ماده کې راغلي وو چې:«پورته موده یوه ورځ هم نه شي تمدیدلی.»
د دوو میاشتو پاچا ښاغلی صبغت الله مجددي کابل ته راورسید او د بهرنیو چارو په وزارت کې یې د پخواني حکومت صدراعظم خالقیار څخه واک په رسمي توګه تسلیم کړ، ښاغلي مجددي عمومي بخښنه اعلان کړه. د کابل په ښار کې د نظار شورا او نورو لنډغرو لخوا هره شپه پرله پسې هوایي ډزې کیدلې چې له امله یې ډېر کابل ښاریان شهیدان شول، ښاغلي مجددي له تلویزیون څخه عذر او زارۍ کولی ویل یې:«از برای خدا فیر نه کنید، به لیاظ(لحاظ) خدا فیر نه کنید ... .» خو د مجددي صاحب زارۍ د خوار ملا اذان ؤ چا نه اوریدلو.
لکه چې ومو ویل مسعود د ښاغلي مجددي تر راتلو پورې په چاریکارو کې د حکمتیار د ځواکونو لخوا بند پاتې ؤ، خو هغه ورځ چې کابل ته راورسید د کابل ښار یو دم د مسعود د نظار شورا پکولونو ږیرو او د دوستم ازبک (پرتوګ بډ وهلو) کسانو ونیو، مسعود د دفاع وزیر په توګه په تلویزیون کې له نورو ډېرو بې نظمو کسانو سره یو ځای ښکاره شو چې د ده شا ته همدا د پکولونو ډېر سرونه لیدل کیدل چې له هر څو دقیقو وروسته یې د الله اکبر نارې وهلی، مسعود چې حیران او وارخطا ښکاره کیده بې وخته او بې ځایه یې دیخوا ایخوا لکه د چرګ په شان مخ اړولو راړولو.
د مسعود د نظار شورا او نورو تنظیمو غلو کابل ته د رارسیدو سره سم، هر ډول دولتي توکي چې په دولتي ادارو کې وو د ثواب او غنیمت په نوم لوټ کړل، موږ په خپلو سترګو لیدل چې د لوټمارۍ په لومړۍ ورځ له دولتي ادارو څخه میزونه، چوکۍ، قالینې، ارکنډېشنونه، یخچالونه او نور هر هغه څه چې په دفترونو کې موجود وو لوټ کړل، تر دې چې د کټارو او پنجرو خښې اوسپنې یې هم اره یا ماتې کړې، د ښار په سړکونو کې دولتي او شخصي نوي ماډل موټرونه په زور نیول کیدل او بیا یې شمال او نورو مربوطه سیمو ته رسول. د رباني د واک پر مهال زه له یو ملګري سره د سراخواجه سیمې ته تللی وم، په یوه کلي کې بې شمېره دولتي پوځي کماز، سوپر، جیپ، او ځینې د زراعت وزارت جاپاني موټر د پلورلو لپاره درول شوي وو. کله چې د کابل په ښار کې منقول توکي لوټ شول، نو د نظار شورا کسانو د غېر منقول جایدادونو، کورونو او ځمکو په نیولو باندې پیل وکړ، په هر ځای کې چې د دولت شنه ساحه، پارکونه یا خالي ځمکه لیدل کیدله په بیړنۍ توګه یې کورونه پرې جوړ کړل او د هندوانو او نورو خلکو کورونه چې بهر ته تللي وو ونیول.
د مجددي په دوه میاشتني حکومت کې د کابل په ښار کې یوازې ملي بسونه، نه وو تښتول شوي، په ملي بسونو کې یې د ښځو او سړیو ترمنځ پړي اچولي وې. د لوموړي ځل لپاره چې په یوه ملي بس کې مې پردې ولیدلې د پل باغ عمومي د ملي بسونو په تم ځای کې ولاړ وم، دوه تنو ښځو د ملي بسونو پردو ته حیرانې وې، ویل یې:«دا څه بلا خلک راغلي هېڅ یې نه دي لیدلي... .» د دوی خبرې د نظارشورا څو تنو لنډغر چې هلته ولاړ وو، اوږدې خیرنې ږیرې او ویښتان یې درلود، هغو ښځو ته وویل:«او دخترا ! چرا چادري سر نه میکني؟.» ښځو په ځواب کې وویل:«اول مویایته شانه کو، شپشایته پاک کو، باز ګپ دې ... .»
په کابل کې د مسعود او نورو تنظیمي قوماندانانو په جنایتونو او ناوړه کړنو باندې د کابل ښاریان خبریدل، خلک هک پک حیران پاتې وو، نه پوهیدل چې په ښار باندې څه ډول بلا راغلي ده، د ډاکټر نجیب الله صدراعظم خالقیار چې ډېر شریف او دروند شخصیت ؤ، یوازې څو شیبې وروسته له هغې چې د اسلامي دولت مشر ښاغلي مجددي ته واک ورتسلیم کړ، د مسعود د نظار شورا د لنډغرو لخوا، د خلکو پر وړاندې له موټر څخه په زور ښکته شو او د ده د سپرلۍ موټر یې وتښتولو او پخوانی صدراعظم پلی روان ؤ. جنرال نبي عظیمي چې مسعود ته د تسلیمي پرچمي جنرالانو مشر ؤ دا پېښه یې لیدلي په اړه یې داسې وایي:«... درصحن وزارت خارجه خلقیار را دیدم که با پای پیاده و افګار خویش، لنګ لنګان در حرکت است، علت را جویا ګردیدیم او ګفت: همین اکنون موتر مرا مجاهدین ربودند و نمیدانم کجا برده اند. یافتن موتر وی ناممکن بود. پس او را با خود ګرفتیم و به منزلش رسانیدیم، خالقیار شخص شریفی بود، محترم متواضع آرام و متین. متأسفانه او را همان شب از منزلش خارج نموده و در یکي ار پوسته های شورای نظار محبوس کرده بود. آزار اذیت ګردیده و تحقیر شده بود. داکتر موسی وردګ به من خبر داد، به مشکل او را از پوسته بابا جلندر شورای نظار تحویل ګرفتیم و بار دیګر به منزلش رسانیدیم.» (اردو و سیاست، در سه دههء اخیر افغانستان، ۵۹۲ مخ)
همدغه پخوانی صدراعظم خالقیار ؤ چې د تنظیمونو د بې بندوباریو له امله ښاغلی مجددي اړ شو ترڅو پخواني صدراعظم ته دعوت ورکړي چې د حکومت او د ده د کابینې د سرپرست په توګه دنده تر سره کړي. (اردو و سیاست، در سه دههء اخیر افغانستان،۵۹۵ مخ)
د ښاغلي صبغت الله مجددي دوه میاشتنۍ پاچاهي خوشي په خوشي تېره شوه او یو ځل خو د همدغو خپلو مجاهدینو، حکمتیار یا مسعود لخوا یې الوتکه په ستنګر توغندې باندې وویشتل شوه.
د پېښور د تړون سره سم، وروسته له دوو میاشتو مجددي صاحب خپله پاچاهي ښاغلي برهان الدین رباني ته ورتسلیم کړه، کله چې د رباني څلور میاشتې تېرې شوې، جهادي تنظیمونو چې د (لویې جرګې) له پښتو نوم سره یې بنسټیز مخالفت درلود، د لویې جرګې د نوم پر ځای یې (شورای اهل حل وعقد) نوم ورکړ، دغه نوم په کابل کې خلکو ته نوی او تلفظ یې ګران ؤ، نو د(شواری حق ناحق) شورا به یې  بلله، د همدې شورا د جعلي انتخاباتو لخوا ښاغلی رباني د دوه کلونو لپاره د ولسمشر! په توګه اعلان شو، چې له امله یې ګلبدین حکمتیار بیا جګړې ته اړ شول جګړه یې پیل کړه او بې شمېره کابل ښاریان یې ووژل. د کابل هغه سیمې لکه دارالامان، چهلستون، کارته نو، بالاحصار، پلچرخي او نورې چې د حکمتیار ځواکونو په لاس کې وې، د مسعود، دوستم او نبي عظیمي ځواکونو لخوا چې ډېری هوایي ځواکونه یې په لاس کې وو په پرله پسې توګه بمباریدلې او ډېر ملکي خلک یې ووژل، تر دې چې مکملې کورنۍ یې په خپلو کورنو کې بمبار او له منځه یوړې. یوه ورځ چې زه له خوست څخه کابل ته روان وم، د لوګر په ولایت کې یو ماشوم چې نږدې ۱۰-۱۱،کلن ؤ موټر ته راپورته شو، ماشوم چې په درې ژبه باندې غږیدلو د خپلو خبرو په جریان کې وویل:«زه چهارآسیاب ته ځم، هلته مې کور ؤ، څه موده وړاندې د رباني د الوتکو لخوا بمباري وشوه ټوله کورنۍ مو شهیدان شول.» په خواشنۍ سره مو له ماشوم څخه وپوښتل: ته خو شکر ژوندی یې ته هغه مهال چېرې وې؟. ماشوم وویل:«زه په هغه شپه په کور کې نه وم، لوګر ته د ترور کره تللی وم.» چهارآسیاب ته ناوخته ورسیدو او هلته مو شپه کړه، سبا سهار موږ د چهارآسیاب په عمومي سړک شاوخوا نږدې کورونه او په بازار باندې د مسعود د الوتکو د بمباریو ورانۍ او ډنډونه ولیدل چې څه موده وړاندې ترسره شوي وې.
د نظارشورا ټوپکیانو د خپلو جنایاتو په لړۍ کې د کابل ښار پر ښځینه لیونتون یرغل وکړ او څه ښځې چې په کې وې، ټولې یې بې عزته کړې، دا خبر زیاترو اژانسونو هماغه وخت خپور کړ، خو د رباني ادارې پرې سر ونه ګراوه، په همغه شپو ورځو کې یوه نا بالغه نجلۍ د نظار شورا د یوه ټوپکي لخوا بې عزته شوه، څو ورځې ژوندۍ وه او په پای کې په روغتون کې مړه شوه، په دریم مکرویان کې خو د شهیدې ناهیدې داستان ټولو افغانانو ته معلوم دی، چې له شپږم پوړ څخه یې ځان راګوزار کړ، خپل عزت یې وساته او د شهادت جام یې پر سر واړاوه. (سمسور افغان، دویمه سقاوي،۱۹۶مخ)
د شهیدې ناهیدې په اړه موږ داسې اوریدلي وو چې د مسعود یو قوماندان د خپلو کسانو سره د دیارلس کلنې ناهیدې کور ته ورغلل د نوموړي جلکۍ پلار او وروڼه یې وویشتل، ناهیدې چې خپل عزت په خطر کې ولید نو د مکرویانو له پنځم پوړ څخه یې ځان واچولو.
د هزاره ګانو د وحدت ډلې(چې مشري یې عبدالعلي مزاري کوله) او د سیاف اسلامي اتحاد ډلې تر منځ جګړه د مسعود د نظار شورا د منافقت او شرارت له امله په لوی لاس رامنځ ته شوه، چې له امله یې بې شمېره د سر او مال زیانونه د کابل ښار پښتنو او د هزاره توکمو بې وسلو او غریبو خلکو ته واوښتل، مسعود په دې کار سره غوښتل د سیاف ډله د ځان په پلوۍ راواړوي او هغه خبره(بې اتفاقي واچوه حکومت وکړه) په دې هکله جنرال نبي عظیمي چې هغه مهال، نږدې د کابل په ټولو جګړو کې شریک او له ډېرو پټو رازونو خبر ؤ، د(بې ع، افسرده خاطر له قوله داسې لیکي:«... با توجه به عوامل سه ګانهء فوق، شورای نظار، علاج واقعه را در این دید که باید حزب وحدت و اتحاد اسلامې را درګیر نماید، که هرګاه یک طرف با شکست مواجه ګردد، یک عامل منفي را از سر راه خود برداشته است و هرګاه هر دو ګروه تضعیف ګردد معنای آن تضعیف دو عامل منفي خواهد بود برعلاوهء این، از این طریق به حساب نیروهای نفوذي حزب اسلامي افغانستان که در پوشش نیروهای اتحاد اسلامي افغانستان وارد شهر کابل شده اند نیز رسیدګي مناسب شده درس خوبي بدانها داده شده است به همین دلیل اولین عمل شورای نظار در جهت دستیابي به هدف خویش ترور چهار نفر از مربوطین حزب وحدت و اعلام آن به نام اتحاد اسلامی که سه نفر آن از شورای مرکزی حزب وحدت بودند... .»(اردو و سیاست در سه دههء اخیر افغانستان، ۶۰۶مخ)
جنرال نبي عظیمي په دې تړاؤ وایي:«جنګ اول هزاره ها با اتحاد اسلامي سیاف بروز دوشنبه تاریخ ۱۰جوزا ۱۳۷۱، آغاز یافت، ابتدا چهار نفر عضو رهبري حزب وحدت در منطقهء سیلوي کابل ترور شدند(کریمي، سید اسماعیل حسیني، چمن علی اوبوذر و وثیق) که سه نفر اول عضو شورای مرکزي حزب بودند و شورای نظار به حزب وحدت اطلاع داد که افراد سیاف آنها را ترور کرده اند بعداً موتر حاجی شیرعالم در منطقهء پل سرخ، از طرف حزب وحدت توقف داده شده و بعد از رهایي، بالای موتر مذکور فیر ګردید و یکنفر از سرنشینان موتر مذکور کشته شد سپس(فیضي) یکي از قوماندانان حرکت اسلامي به اعضای حزب وحدت اطلاع میدهد که درګیري بین نیروهای حزب وحدت و اتحاد در منطقه دهمزنګ جریان دارد، در حالیکه در آنجا وضع آرام بوده است پس راه بندان شروع می شود، توپها، تانکها و ماشیندارها به غرش در میآیند کشت و کشتار شروع می ګردد هزاره ها پشتون ها را و پشتون ها هزاره ها را در هر کجایي که می بینند اسیر می کنند، ناخن های اسرا را می کشند، دستها را می برند پای ها را قطع می کنند، در کله های همدیګر میخکوبي را شروع می نمایند، انسانها در کانتینرها محبوس مې ګردند و کانتینرها آتش زده مي شوند یا در قفس های شیرها و پلنګ ها، در باغ وحش انداخته می شوند، زنها و دختران جوان همدیګر را میربایند و به انها تجاوز می کنند، زن در برابرچشمان خشماګین شوهر و برادر و پسر نوبالغ در مقابل چشمهای پر آز رم مادر و خواهر، مورد تجاوز قرار می ګرفتیند ... .» (اردو و سیاست در سه دههء اخیر افغانستان، ۶۰۶مخ)
وروسته له هغې چې د مسعود د نظار شورا د هزاره ګانو د وحدت ډله د سیاف له ډلې سره په جګړه واچوله، د مسعود د نظار شورا د سیاف ډلې اسلامي اتحاد په پلوۍ په جګړو کې ورګډه شوه، چې په پای کې د افشارو لویه جګړه یې په لویه بې رحمۍ سره پیل کړه، د افشارو جګړه په حقیقت کې د نسل وژنې جګړه وه چې پخپله د مسعود لخوا چې د دفاع وزیر او د جګړې عمومي قوماندان ؤ اداره کیدله.
د افشارو جګړه د مسعود او نور متحدینو لخوا پیل شوه له ځمکې او هوا څخه د هر ډول درندو وسلو څخه کار واخسیتل شو، چې له امله یې د هزاره ګانو ښځو، ماشومانو، سپینږو او د دوی کورونو ته د سر او مال بې ساري زیانونه ورسیدل، په ښځو باندې د دوی د کورنیو پر وړاندې جنسي تیري وشول، د ښځو تیونه یې غوڅ کړل، د هزاره ګانو غریب او بیچاره کسان ډلې، ډلې ووژل شول، یو شمېر ښځې یې نامالومو سیمو ته له یوړل شوې، خلکو خپل مړي هدیرو ته نه شول رسولی نو له مجبورۍ یې په خپلو کورونو کې په بېړنۍ توګه ښخ کړل... . http://homayun.org
 ښاغلی جنرال سیدعبدالقدوس سید، د(جنګ افشار) تر سرلیک لاندې په یوه لیکنه کې، د افشارو په جګړه کې د مسعود او نورو متحدینو د جنایتونو په هکله زړه بوږنوونکي مالومات لیکلي دي، چې له نوموړي مقالې څخه څو بېلابېلې اړونده برخې را نقلوو:«فاجعــۀ قتل عــام در افشار در آن شب و روز حادثه ای نیست که بتوان آنرا به سادگی توضیح داد، این فاجعـــه را می توان زنجیری بی پایان خیانت و انتقامجویی و قدرت طلبی هـــای نامشروع تصور کرد، فاجعـــۀ افشار عروج جباریت، توفان خونریزی و آدمکشی بود.   تقریباً هیچ خانه ای نمانده بود که سقف آنرا گلولۀ ثقیل نشگافته باشد ،فرار از آن جهنم آتش، در آن ظلمت شب و سردی هــوا که مانند بیداد جنگ خونخوار گردیده بود، کار ساده ای نبود، از اینرو همه در خانه های خود، تن به تقدیر سپرده باقی مانده بودند، خانه ها بدون تهکاوی به شدید ترین تلفات انسانی مواجه گردیده بود.  افشار در آن شب به میدان کربلا تبدیل شده بود و یزیدهای زمان(مسعود، ربانی، سیاف، محسنی) آنرا درگرداب خون و آتش فرو برده بود، گویی چرخ افلاک هم از آن بالا با نظارۀ محشر جنگ با خون کشته شدگان می چرخید و سیراب نمی شد.
هـــزاران زن و مرد، هـــزاران فــرزند دلبــند و دوشیزۀ نوباوه، هـــزاران جــوان نورسته در خــانه وکاشــــانه شان در اثر انتقامگیری وحشیانه، یا از اثر آتشباری ها و هجــوم هـــا کشته شده، یا اسیر گرفته شده  و مورد تجـــاوز جنسی قـــرار گرفتند، مـــردان به اردوگــــاه هـــای کار شاقه و اجباری مربوط سیاف و مسعود شبیه اردوگاهــای فاشیسم هــتلری به انتظار مرگ فرستاده  شدند. 
به اساس یک گزارش رسمی از این جنگ از جمله «800» تن افــراد اسیر شده که دارای سنین 10-35 ساله بودند «750 » نفر آنها دراسارت به قتل رسیده یا مرده اند. در این راپور رقم «80» نفر غیر نظامیان که در کوچه ها وسرکهای افشار کشته شده بودند و چور و چپاول «5000» خانه نیز گزارش داده شده است.دامنۀ کشتار جمعی، تجاوز بر زنان، چور و چپاول، گروگانگیری، اسارت و عملکردهای وحشیانۀ بسیار فراتر از شکنجه هـای قرون وسطایی کشیده شده است.»
ښاغلي جنرال سید، د نظار شورا د هغو کسانو نومونه لیکلي دي چې د افشارو جګړې واګې یې په لاس کې وې او په افشارو کې د هزاره توکمو د نسل وژنې مسؤلیت یې پر غاړه دی، د دغو کسانو ډېری کسان، د ولسمشر کرزي او اشرف غني په حکومتونو کې لوړپوړي چارواکيوو او دي،.«فرماندهــــان جمیعت اسلامی(شورای نظار) که درعملیات تهاجمی برافشارسهم عمده داشتند، از اینقرار اند: احمد شاه مسعود فرمانده عمومی و (منسوبان قرارگاه او ) ـ ملامحمد قسیم فهیم، رئیس ادارۀ استخبارات حکومت اسلامی، مسئول کشف که در برنامه ریزی عملیات و جریان آن نقش عمده را بعهده داشت.ـ انوردنگر فرمانده جهادی فرقۀ شکردره ـ ملاعزت فرمانده فرقۀ جهادی پغمان ـ محمد اسحاق پنجشیری فرمانده لوای جهادی ـ حاجی بهلول پنجشیری فرمانده لوا ـ بابه جلندرپنجشیری فرمانده لوا ـ خنجراحمد پنجشیری فرمانده غند ـ مشتاق لعلی فرمانده کندک ـ بازمحمد احمدی بدخشانی فرمانده فرقۀ قرغه ـ بسم الله خان محمدی فرمانده ریزرفهای تهاجمی .ـ محمد صالح ریگستانی رئیس اوپراسیون .همچنان در این عملیات محمدیونس قانونی، داکتر عبدالرحمان، داکتر عبدالله عبدالله، بابه جان، حاجی الماس، گل حیدر و شمار دیگر نیزسهم ویژه را ایفا نموده اند.» http://www.afghanistan.fi
په کابل کې د نظارشورا د جنایتونو په سلسله کې جنرال سیدعبدالقدوس سید په یوه مقاله کې د هغو کسانو د وژلو یادونه کړي ده چې د زړو مکرویانو به جنوب کې وژل شوي وو، موږ هم اوریدلي دي چې یو شمېر د دوستم او د ډاکټر نجیب الله د حکومت پخواني غړي چې نوموړی له مسعود سره یو ځای شوي وو او بیا چې دوستم له اسلامي ګوند سره د رباني پر ضد ایتلاف وکړ، د نظارشورا لخوا وژل شوي دي، خو پوره مالومات په لاس کې نه شته. ښاغلی سید وایي:«در جنگهای کابل بعد از تشکیل شورای هماهنگی که تنی چند از نخبگان سیاسی و نظامی ما با بریدن از مسعود و ربانی در رکاب شورای هماهنگی به حکمتیار پیوسته بودند و بعد از شکست آن در روز ۱۲ و۱۳ ماه جدی ۱۳۷۲ یک عده زیاد از دموکراتان، که مخالف جنگ بودند بویژه یک عده سی نفری از رفقای ما در مکرویان به امر ربانی و مسعود توسط رسول رای شان سیاف دسته جمعی تیر باران گردیدند.
ناهید شهیده
شهیده ناهید

C:UsersAdministratorDesktop42kabul1.jpgC:UsersAdministratorDesktop357gjn6.jpg
نوربیا