ملا، اومي، سپین ږیری، ځوان، ډاکټر ایجین، ژورنالیست، رییس، مامور، مدیر، بزګر، کرګر، سوداګر، ډریور او په عمومکې په هره حجره، او هر هغه ځای کې چې پنځه کسان پکې ټولیږي د خبرو سر ټکي یې لومړی د هېواد په مشرانو رهبرانواوسني سیاست او پخواني سیاست خبرې وي چې وروسته
دا بحثونه ترساعتونو ساعتونو دوام کوي.
سپن ږیري د شاه غازي امان الله خان د شجاعت میړانې ازادی او غیرت خبرې کوي.
ځینې بیا ورته وایې!
(بچه سقاو)دې يادېده چې د يوه غله زوی و، لوی غلو د پرانګیانو په مرسته د غلو او لوټمارو په همکاری یېځان د ټول افغانستان پاچا اعلان کړو.
همدارنګه سپن ږيري د نادرشاه د پاچاهۍ خبرې کوي اود ظاهر شاه د امنیت کارنامې يادوي چې داسې امنیت یې په هېواد کې را وستی وو، ظالم به مظلوم ته غږهم نشو کولای، ظلم تیری او تجاوز خو لرې خبره وه.
ګاونډیو هېوادونو به د افغانستان په لور کږې سترګې هم نشوې اړولی کني داسې ګذار یې ګاونډیو هېوادونو ته پرمخ ور کولو چې ګاونډیو ته وښایي چې د (سیر نه څو پخیږي) خوځينې سپین ږیري بیا ورته غږ کړي، چې هغه نېستي او خواري دې نه یادیږي چې خلک به په روټه او سوړسک هم نه وو
ماړه خلکو به د یږدنو له خوراک څخه هم استفاده کوله.
د اوسني وخت غوندې پريمانه پریماني خو نه وه چې هرچاتهتر يوې اندازې غوړه ډوډۍ رسیږي.
ځوانان بیا داسې خبرو ته حيران پاتې وي، چې په مشرانو یې څنګه لوږه خواري تېره شوي ده.
او د اوس وخت په عصري خوراکونو، هوټلو، موټرو او لباسونو شکر او باسي .
خو چې مشران د امنیت خبرې کوي چې زمونږ هېواد د داسېامنیت څخه برخمن وو نو د مشرانو او ځوانانو په سترګو کې او ښکې له ورایه لېدل کیږي چې د باثباته افغانستان په وجود د سرو وینو ویالې او پرهرونه ويني څنګه به یې په سترګو کې د ناهیلی اوښکې ډنډ نه وي ولاړې!
پاکستانیان په ښایسته کونړونو توغندي وروي، طالبان افغانانو ته د روس سره لاس یو کوي.
هلمند کې جګړه د ډېر وخت راهیسې دوام لري.
په کابل کې بهرني استخبارات په هوټلونو، روغتونو او نورودولتي او ولسي ځایونو بریدونه کوي، چې د تنکیو ځوانانو د شهادت سبب کیږي.
ظلم، غلا او فساد ښه په شڼ کې روان دي.په نظامي علمي او قضایي مرکزونو سیاست سیوری غوړولی
په رڼا ورځ خلک د غله او غلام( بچه سقاو) مړی له سره خښوي په قبر او تابوت یې ګلونه شیندي او د هېواد لوی تاریخ ته خلک په سپکه سترګه ګوري.
په حکومتي ادارو کې د ګمارنې انډول غیر منظم او کوږ رواندی.
دلته هرڅوک سیاست پوه شو خو افغانستان یې د نړۍ او ګاونډیو هېوادونو له سیاست ونه ژغورلو، هرچا ترخپلې وسې جنګ وکړو خو اوسنی غازي نه شوو، هرڅوک ځانته رهبر وایي خو د رهبری معیار یې پوره نکړای شو ډېر بېسواد جنرالان شول خو امنیت یې ټينګ نشو کړای.
خو بیاهم...
زما مشران د ډالرو په پاسته بالښت خوب وړي دي د هېوادراتلونکي ته نه ګوري د رهبری تشه مجاهد، خلقي، پرچمي، حزبي او داسې نور...... ګوندونه یو هم نشي ډکولی ګني د بل هر وخت په پرتله افغانان یو ریښتني او ملي رهبر ته اړتیا لري چې دا هېواد د داخلي او بهرني ظلم او ستم څخه وژغوري.
خو متاسفانه تر اوسه مونږ داسې ملي رهبر پيدا نکړو چې د هېواد ټول ولس یې د رهبری تر سیوري لاندې روان وي، ترڅو ښو ته ښه او بدو ته بد ووایي.
وروستي