
زموږ له چارواکو لا ورکه ده. دوی نه پوهیږي چې له زیاتېدونکي نا امنۍ، اقتصادي ستونزو، د پاکستان له بریدونو او نورو خنډونو سره څه وکړي. دوی د ستونزو د حل لپاره نه کوم پلان لري او نه هم کوم پروګرام. اوس خو ستونزه تر دې هم زیاته شوې چې حکومت اراده هم نه لري. دوی ګوري چې امریکا څه کوي، په ځانګړي ډول دوی د ټرمپ له خوا پورته کېدونکو ګامونو ته منتظر دي. له همدې امله له خپله اړخه هېڅ بنسټیز ګام نه اخلي او د افغانستان د ژغورنې لپاره کوم پلان نه لري.
دا چې ټرمپ له افغان جګړې سره څه کوي، لا څرګنده نه ده. تر اوسه پورې د افغانستان په اړه د ټرمپ د پالیسۍ په تړاو لږ څه ویل شوي دي. په واشنګټن کې د افغان سفیر په حواله ویل شوي چې ټرمپ غواړي وسله وال مات کړي او له افغان چارواکو بیا بیا دا پوښتنه کوي چې وسله وال څنګه ماتېدلی شي او افغانستان څنګه د امریکا له مرستو پرته پر خپلو پښو درېدلی شي. دغه راز د ټرمپ په اړه دا خبرې هم کیږي چې افغانستان ته د لا زیاتو پوځیانو د را لېږلو په اړه فکر او کار کوي. که د ټرمپ پالیسي رښتیا هم همدا وي، نو له بده مرغه افغانستان لا زیات د جګړې لوري ته ځي. دا فکر بیا بیا تکرار شوې تېروتنه ده چې وسله وال مخالفین به یو مخ مات شي. ددغه فکر له لامله موږ لا هم په جګړه کې یو، چې پایله یې د مخالفینو پیاوړتیا ده. اوس که ټرمپ بیا همدا فکر کوي چې د پوځیانو د را لېږلو یا د جګړې له لارې به افغانستان ته امن را وګرځوي، ناشونې چاره ده.
د افغان دولت دنده دا نه ده چې یوازې ټرمپ ته انتظار وکړي او هغه چې څه کوي، دوی یې پیروي وکړي. د افغانستان د حکومت دنده دا ده چې ټرمپ د افغانستان د ستونزې اساسي حل ته متوجې کړي. د افغانستان حکومت باید له هغه څخه د پوځونو د را لېږلو پر ځای وغواړي چې پر پاکستان فشار راولي. زموږ اصلي ستونزه لا هم له پاکستان سره ده او دا چاره د امریکا له رېښتني فشار پرته بل ډول نه شي حل کېدلی. د افغانستان حکومت باید له امریکا دا هم وغواړي چې د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي. دوی باید له خپله اړخه ټول هغه ګامونه واخلي چې سولې ته لاره هواروي. ټرمپ ته باید بیا بیا وویل شي چې د افغانستان د ستونزې حل سیاسي دی او تر ډېره له امریکا سره تړلی دی. امریکا باید له خپله اړخه د سولې غوښتنې خوځښت پیل کړي، پر پاکستان او نورو اړخونو هم فشار راولي او وسله والو ته د سولې او جوړجاړي روښانه پیغام ورکړي. دا هغه څه دي چې باید ټرمپ ته د افغان پلاوي له لوري ورسیږي.
زموږ د حکومت دغه ډول دریځ چې یو مخ د ټرمپ پرېکړې ته منتظر دي او له خپله اړخه د افغان ستونزې د هوارې لپاره هېڅ پلان او پروګرام نه لري، زموږ ستونزه لا پېچلې کوي. په کار ده چې له ټرمپ څخه د افغان حکومت له خوا بیا بیا دا غوښتنه وشي چې د پوځي حل پر ځای پر سیاسي حل تکیه وکړي او هغه ګامونه واخلي چې سولې ته لاره هواروي.