زموږ چارواکي به جواد ظریف ته څه وايي؟

د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی او دلته یې له افغان چارواکو سره کتلي دي. جواد ظریف په خپلو لومړیو خبرو کې ویلي، دا سیمه چې ایران او افغانستان پکې دي، د 'پردیو د خوځښتونو ' له کبله د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر ډګر اوښتې ده. نوموړي دغه راز له افغانستان سره د ښو اړیکو او همکارۍ خبره کړې ده. جواد ظریف یو ځل بیا، افغان کډوال چې تل ورسره د ایراني چارواکو له خوا بد چلند کیږي، یاد کړي او پر افغان لوري یو ډول احسان کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې مېشت نژدې درې میلیونه افغانان "مېلمانه" بللي چې په وینا یې ۴۱۰ زره افغان زده کوونکي او ۱۷ زره محصلین په ایران کې پر زده کړو بوخت دي.
ایران تر پاکستان وروسته د افغانستان په نا امنۍ او ثبات کې تر ګردو ستر ښکېل هېواد ګڼل کیږي. که څه هم د طالبانو د رژیم او ایران ترمنځ اړیکې ښې نه وي، خو په وروستیو کلونو کې ښې اړیکې لري. ویل کیږي چې همدا اوس طالبان په ایران کې دفترونه لري، هلته خوندي ځایونه لري او ایران یې مالي او تجهیزاتي ملاتړ کوي. دا خبره هم کیږي چې روسیه له طالبانو سره د ایران له لارې مرسته کوي او روستۍ مرسته د ایران په همکارۍ طالبانو ته رسیږي. د افغانستان په لوېدیځ کې د ایران تخریبي فعالیتونه بیخي محسوس دي، په ځانګړي ډول د اوبو د بندونو د تخریب لپاره د ایران هڅې ښکاره دي. یوازې له طالبانو سره د اړیکو خبره هم نه ده. ایران په افغانستان کې د سیاسي بې ثباتۍ لپاره هم پراخې هڅې کوي. د روښنایۍ په نوم غورځنګ چې په افغانستان کې د ملي ګټو ضد دریځ لري او تل نفاق ته لمن وهي، د ایران ملاتړ له ځان سره لري او د هغوی له خوا تحریک کیږي. دغه راز په فرهنګي برخه کې هم د ایران مداخله له هېڅ چا پټه نه ده. ایران په کابل او ولایتونو کې ځینو رسنیو ته پیسې او امکانات ورکوي. دغه راز هغو فرهنګي کړیو ته هم ایراني سیروم ورکول کیږي چې په افغانستان کې د نفاق، اختلاف او تعصب د خپرولو لپاره کار کوي. له بله اړخه ایران په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره بد چلند  کوي او ان د ځینو له مجبوریت څخه په استفادې سره هغوی د سوریې او عراق داخلي جنګونو ته لیږي.
څه ډول چې د پاکستان د لاسوهنو پر وړاندې د افغانستان تګلاره روښانه او څرګنده ده، دغسې د ایران پر وړاندې نه ده. زموږ چارواکي د ایران د لاسوهنو پر وړاندې تل غلي پاتې شوي. نه یوازې دا چې د ایران پر وړاندې یې روښانه دریځ نه دی نیولی، بلکې د ایران په لاسوهنو یې سترګې پټې کړي دي. له همدې امله ورځ تر بلې د ایران لاسوهنه زیاته شوې ده. د ایران لاسوهنه د پاکستان د هغې په شان یوازې نظامي او سیاسي نه ده، بلکې فرهنګي اړخ هم لري چې په دې سره ستونزه لا پراخیږي.
زموږ چارواکي نور باید د پخوا په شان غلي نه وي. په کار ده چې د ایران د لاسوهنو په اړه روښانه دریځ ولري. ایراني چارواکو ته باید روښانه پیغام ورکړل شي او د هغوی د لاسوهنو او مداخله په اړه په نړیواله کچه هم غږ پورته کړي. اوس چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی، نو په کار ده چې د ایراني لاسوهنو په اړه ورته واضح خبرې وشي او ترې وغوښتل شي چې دا لاسوهنې بندې کړي.