
په ننګرهار کې یو ځل بیا داعش پر مختګ کړی او تازه یې په چپرهار ولسوالۍ کې سیمې لاندې کړې دي. دغه سیمې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې وې چې داعش پرې برید وکړ او طالبان یې په شاتګ ته اړ ایستل. ویل کیږي چې یو ځل بیا په دغو جګړو کې ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغو نښتو کې يوه ماشومه مړه شوې، پنځه نور ملکي وګړي ټپيان دي، د ملکي وګړو اووه کورونه سوځېدلي او دغه راز لسګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.
حکومتي چارواکي د تل په څېر بیا هم د داعش د ځپلو خبره کوي، وايي چې داعشیان یې وژلي، بې پیلوټه برید کړی او داعشیان یې مات کړي. له بده مرغه پر ځمکه واقعیت بیا بل ډول دی. د بمونو مور داعش ختم نه کړ، بلکې داعشیان یې وزېږول. داعش لا هم جګړه کوي، پرمختګ یې کړی او نوې سیمې یې لاندې کړې دي. داعش لا هم وحشت کوي او هغسې چې زموږ چارواکي وايي، داعش کمزوری شوی نه دی، بلکې ښکاري چې نوی وحشت یې پیل کړی دی. یوازې نظامي پرمختګ نه دی، د داعش راډیو لا هم خپرونې کوي، خلک او په ځانګړي ډول ځوانان خپلو لیکو ته ور بولي او جګړې ته یې هڅوي. ټول په دې پوهیږي چې د داعش راډیو د جلال اباد په ښار کې ده او هغه ادعا سمه نه ده چې د داعش راډیو له کرښې هاخوا ده. هغوی چې په تخنیکي مسایلو پوهیږي وايي، دا شونې نه ده چې له ډیورنډ کرښې او یا اچین ولسوالۍ څخه دې (fm) راډیو دغه ډول رڼې خپرونې وکړي. د داعش راډیو په ښار کې ده، خو څوک یې مخه نه نیسي. ویل کیږي چې داعشیان په جلال اباد ښار کې ګرځي، خلک ګواښي او داعش ته پیسې ټولوي. دولت غلی دی او هغوی چې پر داعش د ستر بم غورځولو ادعا کوي، هم پټه خوله دي.
داعش ننګرهار او ټول افغانستان ته په سرطان اوښتی، روښانه معلومیږي چې د ماتولو لپاره یې اراده نشته، بلکې ملاتړ یې کیږي. هر بدلون دا ښکاره کوي چې داعش یوه پروژه ده او امریکایان ددې پروژې تر شا دي. پر داعش د ستر بم کارول، یا له داعش سره په جګړه کې د امریکايي عسکرو د وژنې خبرونه ټول داعش ته له کمپاین پرته بله معنی نه لري. رښتیا دا دي چې له داعش سره جګړه نه کیږي، نه ځپل کیږي، بلکې پرېښودل کیږي چې وحشت وکړي، لا زیاتې ځمکې لاندې کړي او جنګیالي پیدا کړي. که داسې نه وي، نو د داعش راډیو به یوه ورځ هم فعالیت ونه شي کړلی. دا د خندا خبره ده چې زموږ دولت یوه (fm) راډیو نه شي بندولی. تر دې خو یې لا زیاته د خندا او مسخرو وړ ده چې امریکا د داعش (fm) راډیو نشي بندولی. رښتیا دا دي چې نه غواړي بنده یې کړي. رښتیا دا دي چې امریکا نه غواړي داعش مات شي، له همدې لامله داعش نه ماتیږي.
اوس هغه وخت دی چې موږ ودریږو او د امریکا ددغه وحشي پروژې مخه ونیسو. له دې پرته داعشي وحشت زیاتیږي، حکومتي چارواکي به بیا بیا دروغ وايي او هغه خبرې به تکراروي چې امریکايان یې ورته وايي. که د داعش مخه ونه نیول شوي، زموږ هېڅ ځای خوندي نه دی، څنګه چې نن په چپرهار کې کورونه سوځوي، دغسې ټول افغانستان سوځولی شي.