نوي امریکايي ځواکونه د څه لپاره؟

هلمند ته یوه ډله نوي امریکايي پوځیان رسېدلي او ټاکل شوې چې تر (۱۷۰۰) نور پوځیان هم دغه ولایت ته ولاړ شي. دغه راز امریکايي جنرالان په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د ډېرولو غوښتنه کوي چې د ناټو او امریکايي ځواکونو اوسني قوماندان جنرال نیکولسن د پنځو زرو امریکايي ځواکونو د ډېرولو غوښتنه کړې ده. دغه راز ناټو هم وايي چې غړي هېوادونه یې په افغانستان کې د ځواکونو پر ډېرولو غور کوي. پوښتنه د ده چې د ځواکونو ډېرول په افغانستان کې له امنیت او ثبات سره مرسته کولی شي؟
ناټو او امریکايي چارواکي وايي چې اوس په افغانستان کې ۱۳ زره پوځیان لري، خو ویل کیږي چې دا شمېره تر دې ډېره لوړه ده. دا چې ددغو پوځیانو شمېر، تګ او راتګ له امریکا پرته بل چا ته معلوم نه دی، نو ځکه یې پوره شمېر له چا سره نشته. ان ملي وحدت حکومت هم نه پوهیږي چې اوس په افغانستان کې څومره بهرني ځواکونه دي. اوس نور امریکايي پوځیان راځي، یو ځل بیا دا بحث پیل شوی چې دا چاره به پر امنیت څه اغېز وکړي. په افغانستان کې تر ۱۵۰ زره پوري بهرني ځواکونه وو، دوی مخامخ په جګړه کې وو، ځمکني او هوايي بریدونه یې کول، چاپې اچولې او زندانونه یې له وسله والو مخالفینو ډک کړي وو. له دې ټولو سره سره نه یوازې دا چې وسله وال مات نه شول، بلکې پیاوړې شول او لا زیاتې سیمې یې لاندې کړي. بهرنیو ځواکونو افغانستان کې نه یوازې امن را نه وست، بلکې نا امني یې زاته کړه او د طالبانو ترڅنګ ګڼو نورو ډلو هم وسلې ته لاس کړ او له جګړه یې ګرمه کړه. کله چې ۱۵۰ زره بهرنیو پوځیانو په افغانستان کې وسله وال مات نه کړل او امن یې را نه وست، نو نوي پنځه زره پوځیان به څنګه امن راولي!؟ له همدې امله داسې ښکاري چې دا پرېکړه د امن پر ځای د جګړې د اوږدولو لپاره شوې ده.
د افغانستان خلک په شدت سره د بهرنیو ځواکونو د ډېرولو مخالف دي او دا چاره د سولې او امنیت ضد ګام ګني، خو د ملي وحدت حکومت مشران بیا د ولس خلاف دریځ لري. داسې ښکاري چې امریکايي ځواکونه خپله راځي، خو باید د ملي وحدت د حکومت مشران ووايي چې امریکايي ځواکونه دې راشي. د امریکا له خوا د پوځیانو ډېرول یوازې د جګړې د شدت لپاره دي. وسله وال به په دې سره خپلې جګړې ته یو ځل بیا د مشروعیت ورکولو هڅه وکړي، لا زیات جنګیالي به جذب کړي او پراخ تبلیغات به وکړي. اوس روښانه معلومیږي چې امریکا هم همدا غواړي، دوی په جګړه کې خپله ګټه ويني او پوځیان هم ددې لپاره زیاتوي چې جګړه ګرمه شي.
اوس د افغانستان خلکو، سیاسي فعالینو، په ځانګړي ډول د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتیار ته په کار ده چې له نورو جګړې ضد خوځښتونو سره ګډ کار وکړي. دلته باید موږ بهرني ځواکونه کم کړو، ان یو مخ یې ایستلو ته اړ کړو. په دې سره پر وسله والو طالبانو هم فشار راتلی شي چې جګړه ودروي او د جګړې د درولو لپاره هم همدا لاره ده چې بهرني ځواکونه کم او یا یو مخ و ایستل شي.