
اروپايي ټولنې له روسيې سره د کريمیا ټاپو وزمې د الحاق له امله پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو لګول شوي بندیزونه وغځول.
د اروپايي ټولنې سفیرانو په بروکسل کې پر ۱۵۰ اشخاصو او ۳۷ ادارو او کمپنیو چې د اروپايي ټولنې په وینا د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف يې عمل کړی، د بندیزونو پر تمدید پرون موافقه وکړه.
پر روسي چارواکو او ادارو له پخوا څخه د لګول شوو بندیزونو موده نن چهارشنبه پای ته رسېده.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له روسيې سره د کریمیا تر الحاق وروسته اروپايي ټولنې د یو شمېر روسي مقاماتو پر سفر بندیزونه ولګول او په اروپا کې يې د هغوی پانګې کنګل کړې.
د روسيې د لومړي وزیر مرستیال ډیمیټري روګوزین، د روسيې لوی درستیز ویلاري ګراسیموف او د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار سرګي ګلازیف د هغو روسي مقاماتو په لېست کې دي چې اروپايي ټولنې پر بندیزونه لګولي دي.