
امریکايي سناتوران وايي ددې لپاره چې په افغانستان کې جګړه او بې ثباتي پای ته ورسېږي، لا ډېرو امریکایي سرتېرو ته اړتیا ده.
د سنا جرګې غړو جان مکین او لینسي ګراهام په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي، چې له یوې نیمې لسیزې جګړې وروسته د امریکا هڅې په افغانستان کې له ناکامۍ سره مخ دي او علت یې هم دلته د امریکايي ځواکونو د شمېر کمېدل ښودل شوي دي.
دغو امریکایي سناتورانو ټینګار کړی چې نږدې ۲۰ ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي او دا نه یوازې د افغانستان امنیت ته خطردي، بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هم خطر پېښولی شي.
د دوی په وینا یوازې ۵۷ سلنه خاوره د افغان حکومت تر کنټرول لاندې ده، په داسې حال کې چې دغه شمېر تېر کال ۷۲ سلنه و.
مککین او ګراهام له سپینې ماڼۍ غوښتي چې د جنرال جان نیکولسن غوښتنو ته دې په درناوي دغه هېواد ته نور سرتېري ولېږي، څو د ترهګرو ډلو پر وړاندې د امریکا مبارزه بریالۍ کړي.
بلخوا رسنۍ بیا وايي چې په پنټاګون کې افغانستان ته د رالېږل کېدونکو سرتېرو د شمېر د ډېرولو او د هغه د څرنګوالي په اړه خبرې روانې دي.