د مصر پخوانی دیکتاتور ولسمشر حسني مبارک خوشی کېږي

د مصر لویې څارنوالۍ د پخواني ولسمشر حسني مبارک د خوشي کولو هوډ کړی دی. حسن مبارک په ۲۰۱۱ کال کې د عرب پسرلي په لړ کې پر پاڅونوالو د ډزو امر کړی و.
د مصر استناف محکمې د روانې مارچ میاشتې په دویمه مبارک په نهايي ډول د لاریونوالو د وژلو له توره سپین وخېژاوه.
د مبارک وکیل لویې څارنوالۍ ته وړاندیز کړی و چې د هغه د زندان موده پوره شوې ده.
تر اوسه څرګنده نه ده چې مبارک به د خپل ژوند پاتې ورځې چېرې تېروي، خو دا مهال په یوه پوځي روغتون کې دی.
د نوموړي وکیل رسنیو ته ویلي، موکل به یې یوه یا دوو ورځو کې له روغتونه ووځي.
که څه هم مبارک د ۲۰۱۱ کال د اپرېل میاشتې راهیسې په بند کې دی، خو د بند موده یې په بېلابېلو روغتونونو کې تېرېږي، چې اوس د قاهرې سوېل کې یوه پوځي روغتون کې دی.
مبارک د لاریونیانو د وژلو په تړاو د امر ورکولو تور نه مني او ټینګار یې دا دی چې تاریخ به ثابته کړي چې ګنې ده خپل هېواد ته خدمت کړی دی.
د مبارک د محاکمې لومړۍ ناسته په ۲۰۱۳ کال وشوه، خو یو کال وروسته قاضي تور ترې لرې کړ، خو د هېواد عالي محکمې یې د دویمې محاکمې غوښتنه وکړه.
د ۲۰۱۱ کال جنورۍ پر ۲۵مه، د مصر لاریونونو کې د امینتي ځواکونو په ډزو لږترلږه ۸۵۰ کسان ووژل شول، چې په پایله کې یې د هماغه کال د فبرورۍ پر ۱۱مه د مبارک واکمني پای ته روسېده.
لاهم د پاڅون په ورځو کې د لاریونوالو د وژلو ورځ د مصر تاریخ کې یوه توره ورځ ګڼل کېږي، چې د بشري حقونو فعالان د پولیسو د محاکمې غوښتنه کوي.