د فرانسې ولسمشرۍ نوماند رسما پر فساد متهم شو

د فرانسې د ولسمشرۍ نوماند فرانسوا فیون رسما د فساد په تور د مالي څارنوالۍ له خوا متهم شو.
څارنوالۍ ویلي دي چې نوموړي له عمومي منابعو څخه ناوړه ګټه اخیستنه کړې ده، د فرانسې رسمي خبري آژانس هم دا خبر تایید کړی دی.
فیون پر ده لګیدلي تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې تر پایه به خپلې ټاکنیزې مبارزې پر مخ بوزي.