
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه رسنیزه غونډه کې چې د کانګو د بهرنیو چارو وزیر هم حضور درلود ویلي دي چې د سوریې په اړه د آستانې خبرې اترې د امنیت د ټینګښت او ثبات لپاره دي.
نوموړي زیاته کړې چې دغه خبرې اترې د امنیت شورا د ۲۲۴۵پریکړه لیک د پلي کولو لپاره کیږي.
لاوروف په دغو خبرو اترو کې د سوري حکومت د مخالفینو د نه ګډون دلایل قانع کوونکي نه دي بللي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده پخوا هم د سوریې د کړکیچ په اړه په استانه کې د خبرو اترو لړۍ بې پایلې پایته رسیدلې وه.