
عقل موږ دواړه په یوه لار روان و ، ما ته ډیره ستړی کیدونکی تمامیده ، لږ څه مزل وروسته می تری تپوس وکړو چی موږ ته ډیره لار پاتی ده ؟ هغی هم د دی په ځای چی زما سوال ته ځواب ووایی له ما څخه یې پوښتنه وکړه چی ستا په نظر به څومره لار پاتی وی ؟ ما ورته په ځواب کی وویل چی کچری زه پوهیدم نو له ستا څخه دا پوښتنه نه کوله ، ده وویل چی ډیره کمه لار پاتی ده . ما بیا د پوښتنی په شکل تری وپوښتل ، چی ډیره تاریکی نه ده ؟ ده رته وویل چی زه خو یی تاریکی نه بولم . ما بیا ورته وویل چی ولی یی تاریکی نه بولی ؟ ده راته وویل په دا کوم پول باندی چی روان یی دا په رڼا ورځ هم دومره وسعت لری صرف دقیق عقل او فکر ته ضرورت دی ، صبر او همت غواړی . هلمند پردیس اوکراین –ادیسه