
افغانستان له زیاتېدونکي وحشت سره مخ دی، هره ورځ نوی وحشت کېږي او انسانان وژل کېږي. د سردار محمد داود خان پر روغتون له خونړي، پېچلي او استخباراتي برید را نیولې د پاکستان تر مخامخ بریدونو او فشارونو افغانستان له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر سټېج پورې غږ پورته کړ، خو وحشت هماغسې روان دی. لا هم خونړي او وحشیانه بریدونه کېږي چې طراحان یې له ډیورنډ کرښې ها خوا دي. لا هم پاکستان مخامخ پر افغانستان توغندويي بریدونه کوي او لا هم د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف پر ډیورنډ کرښه جوړې شوې دروازې تړل شوې دي.
په افغانستان کې مخالفین له دې امله جګړه توجیه کوي چې دلته امریکايي ځواکونه دي، پوځي اډې دي او افغان دولت له امریکا سره دوستي لري. دا امریکايي ځواکونه موږ ته څه ګټه کوي، دا اډې زموږ له امنیت سره څه مرسته کوي او له امریکا سره امنیتي تړون موږ له کوم بریده ژغورلي یو؟
پرون د ولسي جرګې ځینو غړو د امنیتي تړون د لغوه کېدو غږ وکړ، خو له بده مرغه لا هم ډېر وکیلان غلي دي او له امریکا سره پر امنیتي تړون بحث نه کوي. د امنیتي تړون له لاسلیک وړاندې او له لاسلیک وروسته د حکومتي چارواکو، د هغوی د پلویانو، امریکايي پلوه رسنیو، شنونکو او د امریکا په سېرمونو د چلېدونکو مدني ټولنو خبره دا وه چې دغه تړون به ترهګر له بریالیتوبه نا هیلي کړي او د امن او ثبات سبب به شي. اوس چې له امنیتي تړونه دوه نیم کاله تېر شوي، خبره سرچپه ده، وسله وال نه یوازې کمزوري شوي نه دي، بلکې سیمې لاندې کوي، ان خبره یې د ولایتونو تر سقوطه رسولې ده. د دې تر څنګ افغانستان ته په پراخه کچه بهرني وسله وال رامات دي او دلته مرکزونه جوړوي. له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک او دلته د داعش فعالیتونه خو همزولي دي. د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته موږ له هره اړخه بد لوري ته روان یو.
دا هر څه د امریکا د پلان او پروګرام له مخې کېږي. د امریکايي اهدافو لپاره نا امني پراخېږي، داعش پیاوړی کېږي، تجهیزېږي او ښايي لا پیاوړی شي. دا هر څه د امریکا لوبه ده او امنیتي تړون امریکا ته د دې زمینه برابره کړې چې دا لوبه وکړي. اوس خبره واضح ده؛ جګړه د امریکا د ګټو لپاره ده، موږ د امریکا د ګټو په اور کې سوځو او امنیتي تړون په دې چاره کې له امریکا سره مرسته کړې ده. نا امني، جګړه، داعش، وحشت او بې ثباتي مخامخ د امریکا له اهدافو سره مرسته کوي، نو له همدې امله د امن او ثبات پر ځای له نا امنۍ سره مرسته کوي. اوس هغه وخت دی چې موږ سترګې پرانیزو، نور باید د امریکايي جګړې پر وړاندې ودرېږو، اوس باید امریکايي اډو او له امریکا سره امنیتي تړون رد کړو. دا هغه څه دي چې جګړه او داعش دواړه به ورسره له منځه ځي. له امریکا سره د ملي وحدت د حکومت اړیکې د افغانانو لپاره مرګوني پایلې لري. دا اړیکه نه له امریکا سره زموږ د رښتینې دوستۍ معنی لري او نه هم له امریکا سره د اړیکو پرېکون. دغه حالت باید بدل شي. له امریکا سره زموږ د اړیکو بدلون کولی شي چې په افغانستان کې حالات بدل کړي.