
د کرملین ویاند وايي، مسکو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له ادارې او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نه پرمختګ له امله مایوسه دی.
ډیمیټري پېسکوف د امریکا له "سي، اېن، اېن" ټلوېزیون سره په مرکه کې چې روانه اونۍ خپره شوه، ویلي چې ولسمشر ټرمپ د خپلې انتخاباتې مبارزې پر مهال له روسیې سره د اړيکو ښه کېدو او د همکارۍ زیاتېدو ته اشاره کړې وه.
خو پېسکوف وویل:"له بده مرغه، موږ نه پوهېږو چې دا ډیالوګ به کله پيلېږي؟"
د امریکا د نوي ولسمشر اداره په انتخاباتي کمپاینونو کې د روسیې د لاسوهنې رپوټونو او د ولسمشر د کمپاین د مسؤلینو په اړه د امریکا د استخباراتو د فدرالي ادارې «ایف، بي، ای» څېړنو تر فشارل لاندې کړې ده.