
عراقي ځواکونه هغې سیمې ته رسېدلي، چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د لومړي ځل لپاره هلته خپل حکومت اعلان کړ.
په موصل ښار کې رسنۍ وايي، چې داعش ډله تر سخت فشار لاندې ده او عراقي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
په ورته وخت کې نږدې ۲۰۰۰ امریکايي عسکر هم موصل ته نږدې په یوه ښارګوټي کې ځای پر ځای شوي چې د اړتیا پر مهال به له عراقي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د عراق امنیتي سرچینې وايي، ځواکونه یې اوس په هغه ځای کې دي چې ابوبکر البغدادي د لومړي ځل لپاره هلته خپل خلافت اعلان کړی و او د داعش جګړه یې له همدې ځایه پیل کړه.
خبریالان هم وايي چې عراقي ځواکونو ګڼې تاریخي او حکومتي ودانۍ له داعشیانو نیولي دي خو ډېری یې ویجاړې شوې دي. امریکايي چارواکي بیا وايي چې موصل له ټولو خواوو محاصره دی او داعش ډله د تېښتې لار نه لري.